لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سوات :دکډوالو دبيرته ستنيدنې په مهال ۴جنگيالي وژل شوي دي


دپاکستان پوځ وايي دتير يو شوارزو په مهال يې دسوات او ملاکنډ بيلا بيلو سيمو کې دپاکونې او لټونې عمليات ترسره کړي چې پکې څلور وسله وال جنگيالي وژل شوي دي.
په سوات کې دپوځ اوطالبانو ترمينځ نښتو کې چټکتيا په داسې حال کې راغلې ده چې بې کوره شوي خلک سوات ته دورتگ په حال کې دي.
دپاکستان پوځ لخوا جاري کړل شوي بيان له مخې دسوات په کوزه بانډه کې امنيتي ځواکونو دتندلارو په ضد دلټونې عمليات ترسره کړل او دغلته دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښته کې ۴ جنگيالي وژل شوي دي.
دپاکستان پوځ او حکومت ادعا کوي چې ملاکنډ يې په بشپړ ډول له تندلارو څخه پاک کړى او دهغوي ټولې ځالې يې له مينځه وړي خو روزانه پوځ پخپلو بيانونو کې تندلارو سره دنښتو احوال هم ورکوي
څيړونکي انديښنه څرگندوي دبې کوره شوؤ خلکو خپلو کورونو ته له ورتگ څخه وروستو طالبان يو ځل بيا سر راپورته کولى شي.
همدغه راز دپاکستان پوځ وايي چې دسوات په طاهراباد او بلوگرام سيمو کې يې تندلارو سره جگړه کړې ده چې پکې ٤ تندلاري وژل شوي دي.
دپوځ وينا ده درنگيلا سره نزدې په سيد پرنده زيارت سيمه کې يې هم ٥ شکمن کسان نيولي او وسله يې هم لاسته راوړې ده.
دپوځ لخوا په سوات کې کوم طالب مشر نۀ خو وژل شوى او نۀ هم نيول شوى دى او انديښنه ده دغه طالبان په غرونو کې جوړو شوؤ خپلو ځالو کې په دې انتظار پټ دي ترڅو خپلو کورونو ته بيرته ستنيدونکو خلکو کې ناقراري خوره کړي خو حکومت او پوځ وايي دکډوالو دبيرته ستنيدلو وروسته به هم پوځ سيمه کې موجود وي او اولس سره په گډه به دتندلارو مخه نيسي.

XS
SM
MD
LG