لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان او هند د خبرو اترو په بحالۍ اتفاق کړی


د مصر په تفريحي مقام شرم الشيخ کې دپاکستان او د هند صدراعظمانو ترمينځ ليدنې وروسته دجاري کړل شوې اعلاميې له مخې ترهګري دپاکستان او هند دواړو لپاره ګواښ دى او ددې مقابله به په ګډه سره کولى شي.
دهند صدراعظم من موهن سنګهـ ویلي هند پاکستان سره د اوږد مهاله ستونزو هواري لپاره هر رقم خبرو ته تيار دى او دپاکستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني وينا وه هندي صدراعظم سره يې ګټورې خبرې کړي دي.
داعلاميې له مخې دپاکستان او هند ترمينځ به دخبرواترو عمل روان وي او دغه خبرې به ترهه ګرۍ پورې نۀ تړل کيږي.
داعلاميې له مخې پاکستان ژمنه وکړه چې خپله خاوره به دترهه ګريزو مقصدونو لپاره کارول کيدو ته پرې نۀ ږدي او هند په پاکستان ټينګار وکړو چې خپله خاوره دناوړه مقصدونو لپاره کارول کيدو ته پرې نۀ ږدي.
اعلاميه کې راغلي دي په دغه موقع اتفاق وشو چې دترهګرۍ پر ضد به دواړه هيوادونه يو بل سره دمعلوماتو راکړه ورکړه هم کوي.
اعلاميه وايي دپاک وهند ستونزې يواځې دخبرو اترو له لارې هواريدلى شي او پاکستان به دممبۍ بريدونو کې ککړ کسان به دانصاف عدالت ته راولي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG