لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د بینظیر بوټو ووژنه کې ه د بیت الله محسود په اړه دعوو ته هم کتنه کیږي


د ملگرو ملتونوپلټنه کونکې به د پاکستان پخوانۍ وزیراعظمې بینظیربهټوپه وژنه کې د پاکستانې طالبانو مشر بیت الله محسود په اړه هغه ادعاوو ته هم گورې چې د پاکستان پیپلزپارټۍ مشرې باندې برید هغه کړی وو.
دبینظیر بهټو وژنه په اړه د ملگرو ملتونو درې تني کمیشن د زیارت په ورځ د کارپیل کولو ورسته په لومړې وار پاکستان ته رسیدلی دی. کمیشن د پاکستان حکومت په غوتنه جوړ کړی شوی دی او د جولاې د اولنۍ نیټې نه يي کار پیل کړی دی چې د بېنظیر بهټو د وژل کیدو سره تړلې حالات او حقائق معلوم کړی شې.
د کمیشن مشرې د چلې سفارتکار هیرالډو منوز کوې. او نور غړې يي مرزوکی دارسمان چې تعلق يی انډونیشیا سره دی او د کمیشن درېم غړی د ائرلینډ پیټر فټزجرالډ دی.
د کمیشن نوره عملا به په پاکستان کې په مستقل توگه موجود وي او د پلټنو په لړې کې به معلومات او ضرورې مواد راټولوې او مرکې به هم کوې.
بینظربهټو چې د پاکستان واک من پاکستان پیپلزه پارټۍ مشره هم وه، د کال ٢٠٠٧ د سمبر په ٢٧ تمه نیټه د پاکستان په راولپنډ¬ۍ ښار کې یوې جلسې ته د وینا ورسته په یو ځانمرگې برید کې ووژل شوه. دغه جلسه لیاقت باغ نومې پارک کې وه چرته چې د پاکستان وړمبی وزیراعظم لیاقت علې خان هم په یوه جلسه کې وژلی شوی وو.
دپاکستان پخوانې صدر پرویز مشرف د بینظیر بهټو وژنه د پاکستان د طالبانو مشر بیت الله محسود په غاړه اچولی ده. د بینظیر بهټو خاوند او د پاکستان صدر اصف علې زردارې د ملگرو ملتونو نه د هغې د وژنې پلټنې کلولو غوتنه ووکړه. ا و ورسته د ملگرو ملتونومشر د پلټنو کمشن وو ټاکلو.
ددې تپوس په ځواب کې چې ایا د ملگرو ملتونو کمیشن به د بیت الله په اړه دعوو ته هم کنته کوي، دکمیشن لپاره د ملگرو ملتونو ترجمان بین میلور وائیس اف امریکا ډیوه ریډیو ته وویل چې کمیشن په مکمله توگه ټولو حقائقو او حلاتو ته د ټولو زاوییونه کتنه وکوي.
هغه وویل چې کمیشن په پراخه کچه هرڅه ته کتنه کوې او کوم اړخ هم نه خارجه وي او غواړې چې حقائق تر لاسه کړې.
کمیشن به خپل رپورټ شپږ میاشتې ورسته د پاکستان حکومت ته وړاندې کوي.
دکمیشن د عمومې کار په هکله بین میلور وویل کمیشن به یو شمیر خلکو سره تماس نیسې، د موجوده حکومت او د پخوانې حکومت غړو سره به مرکې کوي، عامو خلکو سره به هم خبره کوې او کوم خلک چې غواړې په رضا کارانه توگه څه معلمومات وړاندې، دهغوې سره به هم کمیشن خبرې کوي.
پاکستان کې ځنې هلکو د دې مخالفت کړې دې چې ملگرې ملتونو نه دې د بینظیر بهټو د وژل کیدو د پلټنو غوتنه ووکړی شې او په کال ٢٠٠٥ کې د لبنان وزیراعظم رفیق هریرې د وژل کیدو مثال ورکوې چې د مرگ پلټنې يی هم ملگرو ملتونو ته سپارلی شوې دې او لا تر دا وخت داسې نه ښکاره کیږي چې دغه کمیشن کومې نتینجې ته رسیدلی دی.

XS
SM
MD
LG