لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اورکزو کې د جيټ الوتکو بمبارۍ کې١١ جنگیالي وژل شوي


د پاکستان په قبائيلي سيمه اورکزو ايجنسۍ کې پاکستاني پوځيانو دجيټ الوتکو له لارې دطالبانو په شکمنو ځالو بمباري کړې ده چې پکې ١١ طالبان وژل شوي او د١٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي دي.
دسرچينو له مخې دخالي په ورځ سحر مهال جيټ الوتکو دبره اورکزۍ دغلجو تحصيل په ماموزيي سيمه کې دپاکساني طالبانو دغورځنگ دځايې تندلاري کمانډر حکيم الله محسود دموجوديت په اطلاع دجيټ الوتکو څخه دهغه په کور بمباري وکړل شوه.
ددغه بمبارۍ له امله دکمانډر امين الله دکور په گډون دتندلارو درې ځاله هم له مينځه تللي دي خو په سم لاسي توگه دپاکستاني پوځيانو لخوا ترسره شوې دغه بمبارۍ کې نۀ خو دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود مرستيال حکيم الله محسود او نۀ هم دامان الله دوژل کيدو يا ژوبل کيدو خبرونه ترلاسه شوي دي.
بل لوري ته دپاکستان پوځ وايي دصوبه سرحد په سوات سيمه کې يې دتندلاري کمانډر ابوبکر په گډون ٣ جنگيالي وژلي دي.
دپوځ لخوا دجاري کړل شوي بيان له مخې دصوبه سرحد په بنو سيمه کې جنگيالو په امنيتي ځواکونو بريد کړى چې پکې ١ پوځي خپل ژوند دلاسه ورکړى او په جاني خيل سيمه کې يې دچاؤدنې له امله د٣ؤ عسکرو دژوبل کيدو پخلى هم کړى دى.

XS
SM
MD
LG