لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې دامريکا جنگي الوتکه غورځيدلی


د خالي په ورځ په منځني افغانستان کې دامريکايي پوځ F-15 الوتکه چې پکې دوه عسکر ناست وؤ دميکينکل ستونزو له امله تباه شوې ده.
دامريکايي فضايې وياند ددغه پيښې دپخلي کولو په ترڅ کې ويلي دي دجنگي الوتکې تباه کيدو په ظاهره ددښمن دعمل نتيجه نۀ ښکاري.
پوځ وايي دغه الوتکه دشپې پاؤ باندې درې بجې راپريوتې خو دقيق ځايې نۀ دى ښودل شوى خو افغاني چارواکي وايي دغه پيښه په منځني افغانستان کې دغزني ولايت په ناور اولسوالۍ کې رامينځته شوې ده.
داولسوال مرستيال محمد قاسم نظري ويلي دي دغه الوتکه دناور جنوب لوري ته دهاغو دوؤ کليو ترمينځ سيمه کې غورځيدلې ده چې گيرچاپيره ترې غرونه دي.
دهغه په وينا له پيښې وروستو امريکايي ځواکونو سيمه پخپله گيره کې اخستې ده.
F-15E سټرائيک ايگل سپر سانک جيټ پۀ ځانگړې توگه دهوا څخه په ځمکې دبريدونو لپاره تياره کړل شوې وي چې ځمکنيو پوځيانو ته دعملياتو په مهال ددغه الوتکې ملاتړ ترلاسه وي.
په افغانستان کې په دې وروستيو کلونو کې دطالبانو له لوري دکومې جنگي الوتکې رانسکورولو کومه پيښه مخې ته نۀ ده راغلې.
خو دطالبانو دډلې يو وياند ذبيح الله دتيليفون له لارې خبريالانو ته ددغه جنگي الوتکې دراغورځولو مسؤليت په غاړه منلى او ويلي يې زمونږ دډلې جنگيالو دغه الوتکه راغورځولې ده.
نوموړي ادعا کړې ده چې دغه جنگي نۀ بلکې يوه دسورلو الوتکه وه چې پکې گڼ شمير پوځيان سپارۀ وؤ نۀ.
بل لوري ته دافغانستان ددفاع وزارت وياند محمد ظاهر عظيمي ويلي دي دخالي په ورځ يو ځانمرگي بريد کوونکي خپل دچاؤديدونکو موادو څخه ډک گاډى په زابل ولايت کې دافغاني پوځيانو کاروان سره ټکر کړو چې له امله يې درې عسکر وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG