لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هيلري کلنټن :  پاکستان سره اړیکې ښه کولو پرسر په هند فشار نه اچوؤ


د امريکا دبهرنيو چارو وزير هيلري کلنټن ويلي دي امریکا پاکستان سره اړیکې ښه کولو پرسر په هند فشار نه اچوي.
د هند په نوي ډهلي ښار کې خبریالانو سره د خبرو په وخت میرمن کلنټن وویل پاکستان په ورستیو دترهگرۍ پر ضد روانه جگړه کې پاکستان کوټلي گامونه اخستي دي او ډیر زر کیدی شي چې د ممبي ترهگري بریدونو کې لاس لرونکي ترهگرو هم انصاف محکمې ته راکش کړل شي.
د هند چارواکي وایي تېر کال د ممبي ترهگر بریدونه چې ورکې ١٦٦ خلک وژل شوي وو د پاکستان سره اړیکې لرونکو ترهگرو کړی دي.
دوينا په مهال میرمن کلنټن زیاته کړه د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې به د پاکستان دهڅو دپائيلو لړ کې اوس مهال تبصره کول دوخت څخه وړاندې خبره وي.
هيلري وويل دهند او امريکا اړيکې يو نوي دور ته ننوځي.
نوموړې وويل ددې خبرې باور ورکول غواړي چې امريکايي وسلې به کوم دريمگړي هيواد ته نۀ رسيږي.
دهغې وينا وه په دې خبره زياته خوښه ده چې هند سره ملگرتيا او دتړونونو اعلان کوي.
دممبۍ بريدونو په هکله دبهرنيو چارو وزيرې وويل بايد پاکستان او هند دغه ستونزه په ښکاره ډول دخبرو اترو له لارې هواره کړي او مونږ په دغه معامله کې دکوم يو هيواد پلوي نۀ کوؤ.
دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې دخپل پنځه ورځني سفر پيل دهند لسو سوداگرو سره په ليدنه کې وکړو چې دغه ليدنه دممبۍ په تاج هوټل کې وشوه.
تاجرانو سره په ليدنه کې هيلري کلنټن دامريکا او هند ترمينځ په تجارتي مرستو سيوا کولو ټينگار وکړو.
دبهرنيو چارو وزيرې دممبۍ بريدونو له امله اغيزمن شوي تاج هوټل کې په يوه دستوره کې گډون وکړو او په بريد کې کې وژل شوؤ ١٢٦ؤ کسانو ته يې دعقيدت پيرزوئينې وړاندې کړې.
دامريکا دبهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن به هند ته دخپل سفر په مهال دهند صدراعظم من موهن سنگهـ، دبهرنيو چارو وزير ايس ايم کرشنا او نورو چارواکو سره ليدنې کوي او په جوهري مرستو او تجارتي تړونونو به لاسليکونه کوي.

XS
SM
MD
LG