لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کندهار: دهيلي کاپټرغورځيدو په پيښه کې ١٦ کسان مړه


د افغانستان په قندهار ولايت کې دناټو لپاره فعاليت کوونکى يو هيلي کاپټر کاپټر غورځيدلى چې له امله يې لږ ترلږه ١٦کسان وژل شوي او ٥ نور ټپيان دي.
دغه هيلي کاپټر داتوار په ماسپښين دقندهار په پوځي هوايي ډگر کې غورځيدلى دى.
دناټو لخوا په دغه هکله دجاري کړل شوې بيانيې له مخې دغه هيلي کاپټر دناټودپاره په کرايه فعاليت کولو.
ناټو پخپل بيان کې وايي په دغه پيښه کې ددښمن لاس نۀ شي رد کيدلى.
بايد وويل شي پرون هم دافغانستان په غزني ولايت کې دامريکا يوه جنگي الوتکه راغورځيدلې وه چې پکې دوه پائيلوټان وژل شوي وؤ
دننۍ پيښې په هکله دطالبانو دغورځنگ وياند قاري يوسف احمدي ويلي دغه الوتکه دهغوي ملگرو ويشتلې چې پکې ٢٥ کسان وژل شوي دي.
په افغانستان کې تيره مياشت دامريکا لخوا په هلمند ولايت کې دطالبانو په ضد دپراخه کچ دعملياتو پيل کولو سره سم دطالبانو په مقاومت کې چټکتيا راغلې ده او دامريکا ددفاع وزير رابرټ گيټس تيره ورځ ويلي وؤ افغانستان کې گټه ترلاسه کول يو اوږدمهاله هدف دى.
له دې وړاندې دامريکا پوځي مشرانوهم نظر ورکړى ؤ چې په افغانستان کې دطالبانو په ضد غوڅ برياليتوب ترلاسه کول به ډير ستونزمن او دزيانونو څخه ډک کار وي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG