لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان : طالبانو د تښتول شوي امريکايي عسکر ویډیو خپور کړی


يو امريکايي پوځي چې دجون په ٣٠مه نيټه په ختيځ افغانستان کې دخپل مرکز څخه ورک شوى ؤ او وروسته پخلى وشو چې هغه نيول شوى دى دطالبانو لخوا جاري کړل شوې يو ويډيو کې ښودل شوى چې وايي ددې قابل نۀ دى چې بيا به کور ته لاړ شي.
دوؤ دفاعي چارواکو پخلى کړى دى چې دخالي په ورځ په انټر نيټ جاري کړل شوې ويډيو کې ښودل شوى تن تښتول شوى پوځي دى خودفاعي محکمې دهغه نوم نۀ دى ښودلى.
د٢٨ؤ دقيقو په دغه ويډيو کې ښودل کيږي چې تښتول شوى امريکايي پوځي خوراک کوي، په مخ يې رنگۍ رنگۍ گيره شوې او سر يې خريلى دى.
دغه امريکايي پوځ په ويډيو کې غوښتنه کوي چې امريکايي اولس بايد پخپل حکومت فشار راوړي ترڅو امريکا خپل پوځيان دافغانستان څخه بيرته وغواړي.
په ويډيو کې پوځي دخپل ژوند په هکله دبې باورۍ ښکار دى او وايي هغه دا نۀ گڼي چې گنې بيرته به ژوندى خپل وطن ته ستون شي.
بل لوري ته په افغانستان کې دامريکايي پوځ يوې وياندې ليفټننټ کمانډر کرسټائن سډنسټرکر ويلي دي طالبان دهغوي تښتول شوى پوځي دخپلې پروپيگنډې لپاره کاروي.
هغې وويل زۀ په دې خوشحاله يم چې هغه روغ جوړ دى خو بيا هم دغه دطالبانو يوه دپروپيگنډې ويډيو ده.
هغې وويل طالبان دغه عسکر دنړيوالو قوانينو پامالولو سره کاروي.

XS
SM
MD
LG