لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا اوهند د چاپیریال صفا ساتلو په مسله اختلاف لرې


په ماحول کې بدلون د امریکې او هند تر منځ تعلقاتو کې یوه لانجمنه موضوع ده او د امریکې خارجه وزیرې هیلرې کلنټن هند ته د سفر په محال په دې موضوع د دواړو هیوادنو د چارواکو د خبرو نه دا څرگندیږې چې اختلافات يي له لمنځه تلې نه دي.
هیلرې کلنټن په نوي دلې د هند د چاپیریال لپاره وزیر جی رام رامیش سره خبرې اترې کړې دې.
هند د امریکې جمهوررئیس باراک اوبامه حکومت لخوا دې غوتنې سره موافقه نه لرې چې د کاربن گیس اخراج کمولیو لپاره په نړې وال تړون کې دې برخه واخلې. او د کاربن په اخراج باندې کوم حد لگولو ته هم تیار نه دی.
امریکا او هند غواړې د څږ کال دسمبر په میاشت کې په کوپن هیگن کې د نړې وال موسمې بدلون په اړه کیدونکې غونډې کې په دغه موضوع کومه پریکړه ترسره کړی شې.
دامریکې حکومت غواړې چې پرمخته تلې او پر مخته تلونکې هیوادونه د کاربن گیس په اخراج باندې یو حد مقرر کړې.
هند ته سفر کې د هیلرې کلنټن په هیت کې د امریکې ماحول لپاره استازی ټاډ سټرن هم شامل دی. هغه دا هڅې کوې چې هند نه د ماحول صفا سا تلو په لړکی د کو پن هیگن غونډې وړاندې کوم لوظونه ترلاسه کړې.
ټاډ سټرن د جی رام رامیش سره نوي دلې سره نزدې ا مریکې په مرسته جوړکړی شوی یو تعمیر کتنه ووکړه چې د چاپیریال صا ساتلو په ټیکنالوأۍ جوړ کړی شوی دی.
په دې موقع جې رام رامیش وویل هند چاپیریال صفا ساتلو ته ژمنه لرې خو په دې لړ کې کومو پابندو ته غاړه کې نه دې.
ټاډ سټرن وویل چې د نړۍ د کاربن گیس اخراج اتیا فيصده برخه لکه د هند او چین په رنگ په نتدۍ پر مخته تلونکې هیوادنو کې وي او بایدداسې لاره راوستلی شې چې د کاربن د کم اخراج دلارې دې دوې ترقې ترلاسه شې.
خو هندې وزیر خبریالانو ته په یوه بیانیا کې وویل که هند په راتلونکو لسو شلو کلونو کې هم په موجوده کچه وده پرځاې ووساتې نو د کاربن د اخراج شره به يي پر مخته تلې هیوادونو نه کمه وي او په هند د فشار اچولو کوم جواز نه جوړیږي.
هیلرې کلنټن د دواړه هیوادونو تر منځ په موجودو اختلافاتو د پړده اچولو هڅه ووکړه او وې ویل چې هند او امریکا خپل منځو کې یو شمیر مشترکې خبره هم لرې. هغې هیله څرگنده کړه چې په کوپن هیگن کې به د موسمې بدلو ن په اړه داسې معاهده ترلاسه کړی شې چې د هند د غربت کمولوهڅې به اغیزمنې نه کړې.
هغې وویل دا دا یقین لرې چې د هند اقتصادې ترقې نه یواځ د هند بلکې د هر چا په مفادو کې ده او امریکاهند سره دې مقصد تر لاسه کولو کې شریک دی چې د وولس غربت ختم کړی شې او هر څوک د خداې د طرفه ورکړی شوې صلاحیت سره خپل ژوند ووکړی شې.
هغه زیاته کړه چې په دې هم باور لرې چې غربت په داسې انداز کې هم کمیدی شې چې اقتصادې ترقۍ لپاره جوړه کړې شوي توانې د کاربن د کم اخراج د لارې جوړه کړی شې.
هیلرې کلنټن وویل چې پر مخته تلې هیوادونه ترټولوزیات ماحول خرابیدونکې گیسونه جارجه وي او هم دغه هیوادونه دا ذمه وارې لرې چې د چاپیریال صفا ساتلو لپاره کار ووکړي. د امریکې جمهوررئیس باراک اوبامه خپل هیواد هم ددغه هدف ترلاسه کولو په لار اچولی دی.
د امریکې او هند تر منځ د ماحول صفا ساتلو په لړ کې نورې خبرې اترې به په دې روانه هفته کې کیږي. او هیلرې کلنټن به د گل په روځ د هند وزیر اعظم من موهن سنگ او نورو حکومتي چارکو سره وینی.

XS
SM
MD
LG