لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا او هند به د ایټمې توانائ په لړکې معاهده لاس لیکوي


دامریکې خارجه وزیره هیلرې کلنټن چې دا محال د هند په سفر ده چې دا امریکې او هند تر منځ سټراټیجیکې همکارې زیاته کړې نن د گل په ورځ به د هند وزیراعظم من موهن سنگ په گډون نورو جگپوړو حکومتي چارواکو سره خبره اتر کوي.
هیلرې کلنټن د جمعې په ورځ د ممبۍ ښار نه د هند سفر شورو کړو چې تیر کال د نومبرپه میاشت کې شوو د ترهگرۍ حملو یادونه تازه وو. په دغه بریدنو کې ١٦٦ خلک وژل شوي وو او په ترڅ کې يي د هند اود پاکستان په تعلقاتو کې تاؤ تریخوالی رامنځ ته شو.
هیلرې کلنټن دنومبر په حملوکې په نخښه کړی شوي یو هوټل کې پاتې شوه او په حملو د وژل شوو خلکو په یاد کې شوې یوه دستوره کې يي برخه واخسته.
هند د حملې پړه په پاکستان کې میشته جنگیالو باندې اچولې ده. پاکستان په دې لړې کې بې قانونه گرځولی شوي لشکر طیبه تنظیم خلاف گامونه کړې دې چې هندې چاوراکو په ممبۍ حملو کې ککړې گځولی دی.
دگل په ورځ د هند نه د مطبوعاتې رپورټونو تر مخه، هند کې د ممبۍ حمله په تور کې نیول شوي تن، اجمل قساب، په حملو کې د رول لرلو اعتراف کړی دی.
هند ته د خپل سفر شورو کولو وړاندې، هیلرې کلنټن وویل چې پاکستان د جنگیالو خلاف گامونه پورته کړې دي او د خپلې خاورې نه ددوې لرې کولو کې سنجیده دی. هغې وویل په تیرې شپږو میاشتو کې د پاکستانې حکومت سره د کار کولو د لارې مونږ ته معلومه شوي ده چې هغوی د ترهگرۍ خلاف جگړې ته کلکه ژمنه لرې او دغه ژمنه په ټول حکومت کې موجود ده. او هم دا زمونږ طمعه ده. مونږ هم دا غوتل. مونږ په باندې په حکومتې، عسکرې، ملکې او استخباراتې کچه خبرې کوو. او ما د پاکستان وولس ته نیغ په نیغه هم دا پیغام لیگلی دی چې دا چارې د پاکستان په مفاداتو کې دې.
د پاکستان حکومت د ترهگرۍ خلاف د ژومنې خبرې هیلرې کلنټن د پاکستانې استخباراتو په اړه د یوي پوښتنې په ترڅ کې اوکړې چې د پاکستان استخباراتې ادارو باندې د جنگیالو سره د تعلق لرلو شک کیږي.
هیلرې کلنټن ویلې دې چې غواړې په راتلونکو ورځو کې وینې پاکستانې چارواکوداسې گامونه پورته کړې دې چې په ممبۍ کې برید کونکې يي انصاف ته راکش کړې دې.
د گل په ورځ په هیلرې کلنټن د هند سر ښار نوي دلې کې د هند حکومتي چارواکو او سیاسې مشرانو چې پکې د واک من کانگرس گوند مشره سوینا گاندهې او داختلاف بي جی پې مشر لا کرشنه اډواني شامل دي.
هیلرې کلنټن او د هند خارجه وزیر ایس ایم کرشنه به د امریکا او هند تر منځ سټراجیکې مزاکره هم شورو کوي او د دواړو هیوادونو تر منځ په کال ٢٠٠٥ کې شوي ایټمې همکارۍ سره تړلې دوه لوظنامې په هم لاس لیک کوي.
دیوې لوظنامې تر مخه به د امریکې کمپنو لپاره په هند کې د بخلۍ جوړولو د ایټمې بټو لپاره ځایونه وو ټاکلی شې. او د دویمې معاهدې تر مخه به دا یقېني کیږي چې د امریکې لخوا هند ته ورکړې شوي د وسلو ټیکنالوجې به کوم دریم هیواد ته نه ورړکړی کیږي. دا معاهده به هند لپار لاره خلاصه کړې چې د امریکې نه جدید جنگې جهازونو واخستلی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG