لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کنداهار کې د نیټو جنگې جهاز غورځیدلې دی


د افغانستان په جنوبې قنداهار ایالت کې د برطانیه یو جنگې جهاز غورځیدلی دی او دوه پائلټان يي ژوبل شوي دي.
افغانستان کې د اروپاې اتحاد پوځې گډون ناټو وياند کيپټن گلن پيرنټ ويلي دي دغه الوتکه دقنداهار په هوايي ډگر له الوت ورسته سمدستي وروستو تباه شوه.
چارواکو په دغه جنگي الوتکه کې دژوبل شوؤ پيلوټانو قوميت نۀ دى په ډاگه کړى.
دطالبانو په ضد دنوؤ سترو عملياتوپيل کولو څخه وروستو په يوه اوونۍ کې دغه دريمه دالوتکې تباه کيدو پيښه ده.
په هوايي ميدان کې يو وياند ليفټننټ کرنل پاول کولکن وايي چارواکي معلومه وي چې دخالي په سحر دکندهار هوايي ډگر څخه دالوت په مهال څنگه دغه الوتکه راپريوته.
دناټو چارواکي وايي دغه الوتکه دکوم تندلاري دبريد له امله نۀ ده تباه شوې خو دطالبانو وياند قاري محمد يوسف ويلي دي دهغوي دډلې جنگيالو دقندهار مرکز سره نزدې دناټو يوه الوتکه راغورځولې چې پکې گڼ شميرعسکر وژل شوي دي.
دخالي په ورځ په لويديز افغانستان کې يوه امريکايي جنگي الوتکه تباه شوې وه چې له امله يې دوه عسکر وژل شوي وؤ او داتوار په ورځ هم دافغانستان په کندهار ولايت کې يو هيلي کاپټر تباه شوى ؤ چې له امله يې ١٦ تنه وژل شوي وؤ.
هم داتوار په ورځ په ختيز کونړ ولايت کې دبهرنيو ځواکونو يوې الوتکې بيړنۍ ناسته کړې وه چې پکې سپارۀ کسان ژوبل شوي وؤ.

XS
SM
MD
LG