لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پرويز مشرف سترې محکمې ته بلل شوى دى


د پاکستان سترې محکمې ددغه هيواد پخوانى جمهوررئيس پرويز مشرف دمحکمې دقاضيانو دگمارلو او دبيړني حالت دپځايې کولو دوسيه کې دخپل دريځ په ډاگه کولو لپاره محکمې ته بللى دى.
پخواني جمهوررئيس پرويز مشرف دخپلې واکمنۍ په دوره کې دسترې محکمې دمشر قاضي په گډون يو شمير قاضيان له خپلو دندو پشا کړي وؤ او په هيواد کې يې بيړنى حالت پځايې کړى ؤ، چې وروستو دپرويز مشرف ددغه گام په ضد سترې محکمې ته مراجعه وشوه.
نن دشورو په ورځ دسترې محکمې دمشر قاضي افتخار محمدچوهدري په مشرۍ دمحکمې ١٤ کسيزې واکمنې ډلې يا بينچ دقاضيانو دگمارنې او بيړني حالت دوسيه واوريده.
مشر قاضي افتخار محمدچوهدري په دغه مهال وپوښتل چې دموقتي ائني امر په هکله ستره محکمه دپخواني جمهوررئيس پرويز مشرف ددريځ اوريدلو څخه پرته پريکړه وکړي نو په دغه هکله به دانصاف دتقاضو دنۀ ترسره کولو پوښتنه سر نه راولاړوي؟
دسندهـ ايالتي محکمې وکيل حامد خان ددغه پوښتنې په ځواب کې وويل دعاصمه جيلاني په دوسيه کې پخوانى جمهوررئيس يحيى خان هم محکمې ته وړاندې شوى ؤ
وروستو محکمې پرويز مشرف دخپل دريځ روښانه کولو دپاره سترې محکمې ته راوبللو او ددوسيې بيا اوريدنه به په ٢٩ جولايي ترسره کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG