لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان : افغان طالبانو مخنیوي لپاره بلوچستان کې به پوځ اچوو


د پاکستان دبهرنيو چارو د وزرات وياند عبدالباسط په اسلام اباد کې خبريالانو ته داووه نيز حال احوال تيرولو په مهال ويلي دي دافغانستان په هلمند ولايت کې دطالبانو په ضد دامريکايي پوځيانو دعملياتو له امله پاکستان پخپله پوله دجنگيالو دممکنه ورتگ مخنيوي لپاره تيارۍ کوي او امريکا سره پرله پسې په تماس کې دي. هغه وويل په افغانستان کې دطالبانو په د دامريکايي پوځ عملياتو په هکله ددواړو هيوادونو چارواکي رابطه کې دي. بل لورې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي ويلي دي چې پاکستان به دترهگرۍ دله مينځه وړلو لپاره امريکا سره مرسته دوامداره ساتي او دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن وينا ده دطالبانو او القاعده پر ضد دپاکستان هلې ځلې دستائينې وړ دي.
د تهايي لینډ په تفريحي مقام جزيره پهوکټ کې داسيان خارجه وزيرانو دغونډې په مهال دخپلې امريکايي سيالې هيلري سره له ليدنو وروستو خبريالانو سره په خبرو کې قريشي وويل پاکستان دترهگرۍ پر ضد جگړه کې دلومړي صف کردار لوبولى دى او دترهگرۍ دبشپړ ختمولو پورې به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.
هيلري کلنټن وويل امريکا به دخپل ائتلافي هيواد پاکستان اقتصادي مرستو ته دوام ورکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات په تهايي لينډ کې دامريکادبهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن سره دخپل سيال شاه محمود قريشي ليدنه بريالۍ گرځولې ده.
د وزرات ویاند وويل دپاکستان دبهرنيو چارو وزيرشاه محمود قريشي دمصر په سياحتي مقام شرم الشيخ کې دپاک وهند مشرتابۀ ترمينځ په اوسنيو ليدنو کې دشوي پرمختگ څخه هيلري کلنټن خبر کړه.
دهغه وينا وه دپاک امريکا دبهرنيو چارو وزيرانو دهند په ممبۍ ښار کې د ترسره شوؤ بريدونو په پلټنو او دملاکنډ دبې کوره شوؤ خلکو په بيرته ستنيدنه هم خبرې کړي دي.

XS
SM
MD
LG