لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان پوځ : کوز دير په عملیاتو کې ١٦ جنگيالي وژلي دي


د صوبه سرحد په کوز دير سيمه کې دامنيتي ځواکونو لخوا په عملياتو کې ١٦ تندلاري وژل شوي دي.
په دير کې دپوځ دمطبوعاتي څانگې يو مشر ادعا کړې ده چې امنيتي ځواکونو دميدان سيمې په کوټو بانډه کې دطالب پلوه جنگيالي چغۍ مولا په کورکې دتندلارو دموجودگۍ په خبر ترلاسه کولو دغلته عمليات پيل کړل.
په دغه مهال ددواړو خواؤ ترمينځ سخته نښته وشوه چې پکې ١٦ تندلاري وژل شوي دي.
په دغه عملياتو کې امنيتي ځواکونو ته دټانکونو او زغره بند گاډو مرسته هم ترلاسه وه.
ځايې خلک وايي په سيمه کې دطالبانو او امنيتي ځواکونو ترمينځ سخته نښته شوې ده ، خو ازادې سرچينې په دغه پيښه کې د١٦ؤ تندلارو دوژل کيدو ادعا نۀ تصديقوي.
دپاکستان پوځ هم هره ورځ پخپله ويب پاڼه دپوځي عملياتو دلاسته راوړنو په هکله راپورونه خپروي خو په ننني راپور کې يې په ميدان سيمه کې د١٥ؤ جنگيالو دوژنې خبره نۀ ده کړې.
دکوز دير په کوټو بانډه کې د١٥ؤ تندلارو دوژل کيدو ادعا په داسې حال کې شوې ده چې تيره اوونۍ هم دپاکستان امنيتي ځواکونو په کوز دير کې د٥٠ؤ تندلارو دوژنې دعوه کړې وه.
په هاغه مهال امنيتي ځواکونو ويلي وؤ دسوات څخه په گڼ شمير جنگيالي کوز دير ته اوښتي او اوس امنيتي ځواکونه ددغه جنگيالو په ضد عمليات کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG