لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوئټه : امنیتي ځواکونو یو ترهگروژلې او اووه یې نېولي 


د بلوچستان ايالت سرښار کوئټې په سيټلائټ ټاؤن سيمه کې امنيتي ځواکونو دتندلارو پر ضد عمليات ترسره کړي چې پکې د القاعدې شبکې یو ترهگر وژل شوى او اووه نور یي نيولي دي.
سرچينې وايي په نیول شوو کسانو کې دوه د سعودي عرب یو ازبک او څلور د قبایلي سیمې سره تعلق لري. کوئټه کې د تندلارو پر ضد دغه عمليات دجمعې او خالي په مينځ شپه ترسره شوؤ دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو دلږ ډير مقاومت سره مخ شول.
دجنگيالو دقبضې څخه امنيتي ځواکونو چاؤديدونکي مواد او وسله هم لاس ته راوړې ده.
دسرچينو وينا ده نيول شوي جنگيالي دپلټنو لپاره نامعلوم مقام ته بوتلل شوي دي.
چارواکي وايي دتندلارو پر ضد دغه عملياتو په بلوچستان کې دوړاندې څخه دنيول شوؤ جنگيالو په ښودنه ترسره شوي دي.
بل لوري ته په کوئټه کې ددوؤ ورځو په مهال دهدف وژنې په دوهمه پيښه کې يوبل تن وژل شوى او يو ژوبل شوى دى.
دغه پيښه دښار په ختيځه سيمه کې رامينځته شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG