لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان :خوست کې ځانمرگي بريدونه ترسره شوي دي


دافغانستان ددفاع وزارت وياند جنرال محمد ظاهر عظيمي ويلي دي دخالي په ورځ دختيځ افغانستان په خوست ولايت کې دريوؤ ځانمرگيو بريد کوونکو دحکومتي ودانيو سره نزدې ځانونه الوځولي دي او گڼ شمير ياغيان دامنيتي ځواکونو سره په جگړه بوخت دي.

خبريالانو سره په خبرو کې ښاغلي عظيمي وويل دترهگرو يوې ډلې په حکومتي ودانيو او يو بانک بريد وکړو.

دهغه وينا وه ددغه ترهگرو څخه دريوؤ ځانونه دچاؤدنو سره الوځولي او يوه وړه ډله دامنيتي ځواکونو په وړاندې مقاومت ښايي.

وياندوويل هغوي په يوه ودانۍ کې دولکې لاندې راوستل شوي دي.

دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ جگړه او ترسره شوؤ ځانمرگيو بريدونو کې دمرگ ژوبلې په هکله معلومات نۀ دي ترلاسه شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG