لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پېښور: حکومت مولانا صوفي محمد نيولی دی


د صوبه سرحد داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين ويلي دي دغيرقانوني مذهبي ډلې تحريک نفاذ شريعت محمدي مشر مولانا صوفي محمد نيول شوى دى.
ميا افتخار حسين وائیس اف امریکا ډیوه ریډیو ته ویلي له پلټنو څخه وروسته به په مولانا صوفي محمد مقدمه چلولى شي.
ميا افتخار وويل حکومت به چاته هم اجازه ورنۀ کړي چې دصوبې امن وامان خراب کړي.
صوبايي وزير وويل دصوفي محمد لخوا دپاکستان جمهوري نظام ته دکفر نظام ويلو سره دطالبانو حوصلې سيوا شوي دي.
ميا افتخار په ډاگه کړه چې مولانا صوفي محمد به عملاً دطالبانو پشي شا مرسته کوله.
دسرچينو وينا ده دتحريک نفاذ شريعت محمدي مشر مولانا صوفي دپيښور څخه نيول شوى دى.
سرچينې وايي امنيتي ځواکونو دصوبه سرحد په سرښار پيښور کې دتحريک نفاذ شريعت محمدي دمشر صوفي محمد په کور هپه وکړه او هغه يې ددوؤ ځامنو او يو تندلاري کمانډر نديم سره نيولى دى.
له دې وړاندې دتحريک نفاذ شريعت محمدي وياند امير عزت خان هم پوځ په ملاکنډ کې دنامعلوم څخه نيولى ؤ او وروستو هغه پيښور ته دراوستلو په مهال په لاره کې دتندلارو په يو بريد کې وژل شوى ؤ.

XS
SM
MD
LG