لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان :  په نښتو کې ١٦ طالبان او دوه عسکر وژل شوي دي


د افغانستان ددفاع وزارت وايي افغاني ځواکونو دبهرنيو پوځيانو په ملاتړ په ختيځ افغانستان کې ١٦ طالبان وژلي دي.
ددفاع وزارت د دواو عسکرو دوژل کيدو پخلى هم کړى دى.
دافغانستان ددفاع وزارت په يوه بيانيه کې ويلي دي دغه طالبان دخالي په ورځ دپوځ لخوا دپاکستان دپولې سره نزدې دنورستان ولايت په غرييزه سيمه برګي مټال اولسوالۍ کې وژل شوي دي.
بيان وايي تندلارو دپوځ په مرکز ګڼ شمير راکټونه وداغل چې له دې وروستو په ځوابي عملياتو ١٦ جنګيالي وژل شوي دي.
ددفاع وزارت وايي په ختيز پکتيا ولايت کې دطالبانو لخوا په ښخ کړل شوي مائن دپوځ ګاډى ختلى چې له امله يې دوه پوځيان وژل شوي دي.
بيان وايي دغه پيښه دخالي په ورځ هاغه مهال رامينځته شوې کله چې پوځيانو ګزمه کوله.
دبيان له مخې په دغه پيښه کې درې عسکر ژوبل شوي هم دي.
دايساف يو وياند وايي دخالي په ورځ په لويديز هرات ولايت کې هم دسړک دغاړې بمي چاؤدنه کې ٤ اټالوي عسکر هم ژوبل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG