لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هول بروک : د خرابې وضعې له امله سوات ته لاړ نه شوم


په واشنگټن کې خبریالانو ته د وینا په وخت د افغانستان اؤ پاکستان لپاره دامريکا جمهوررئیس براک اوباما ځانگړي استازي وویل د بدې وضعې له امله سوات ته لاړ نه شو.
د مولانا صوفي محمد د نیولو په هکله ښاغلی بروک وویل چې هغه کوم غیر اهم شخصیت نه دی او په سوات کې د طالبانو د مشر مولانا فضل الله څښر دی. د وائیس اف امریکا ډیوه ریډیو لخوا د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلی هول بروک وویل د جنگیالو نیول یوه مستقله مسله ده.
نوموړي وویل چې پاکستاني ځواکونه هڅې کوي چې طالب مشران له مینځه وسي چې په سیمه کې امن او ېبات راشي. ښاغلي بروک وویل د پاکستان امنیت نیغ په نیغه په افغانستان اثر کوی نوموړی وویل د پاکستان امنیت د گردی نړۍ لپاره ډیر مهم دی.
دامريکا دبهرنيوچاروپه دفترکې داحوال تيرونې په مهال ښاغلي هالبروک وويل پاکستان دټولې نړۍ دپاره يوسترارزښت لرونکى هيواد دى.
دهغه وينا وه اروپايي قامونه په دې خبردي چې په تيرو وختونوکې دپاکستان دپاره په زړۀ پورې توگه کارنۀ دى شوى خوامريکا دپاکستان دستونزو راپورته کولودپاره په هرکچ کارکړى دى.
امريکايي استازي زياته کړه دامهال سيمه دپاکستاني اؤافغاني طالبانوترڅنگ دبې کوره شوؤخلکوستونزې سره مخ ده .
نوموړي داهم وويل دپاکستان اؤائتلافي ځواکونوترمينځ تماسونه نورهم پياوړي کولى شي.
رچرډهالبروک زياته کړه القاعده شبکې ته دخليجي هيوادونوڅخه زياتې پيسې ترلاسه کيږي خوپه دغه عمل کې ددغوهيوادونوحکومتونه لاس نۀ لري،
نوموړي وويل دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري سره يې دپاکستان دننه دانرژۍ په رامينځته شوي کړکيج هم خبرې اترې کړې دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG