لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سوات کې تعليمي ادارې سبا څخه پرانستل کيږي


د صوبه سرحد دحکومت داعلان له مخې په سوات سيمه کې تعليم ادارې دسبا څخه يو ځل بيا پرانستل کيږي
دتعليم د محکمې له مخې ټولو ښوونکو ته وينا شوې ده چې له سبا څخه خپلو دندو ته حاضر شي او هاغه ښونکي چې خپلو دندو ته حاضر نۀ شي په ضد به يې سخت گامونه اخستل کيږي.
دياغيتوب او ترهه گرۍ له امله دتباه شوؤ سکولونو دبيا جوړيدو پورې به زده کوونکو ته زده کړې دخيمو يا تامبانو په سکولونو کې ورکول کيږي.
دملاکنډ په ٦ؤ ضلعو کې داړي گړي په مهال دتندلارو لخوا ٣٥٦ سکولونه تباه شوي چې په هغې کې دجينکو ٢٠٠ او دهلکانو ١٥٦ سکولونه شامل دي.
په سوات کې ديو شمير سکولونو دننه دا مهال امنيتي ځواکونو خپلې څوکۍ يا مورچې جوړې کړې دي.
په تيرو وختونو کې دغه سکولونه طالبانو له دې امله دبريدونو لاندې نيولي وؤ چې ويل يې امنيتي ځواکونه دغه تعليمي ادارې دطالبانو په ضد دمورچو په توگه کاروي.
اوس چې يو ځل بيا په سوات کې دسبا څخه دتعليمي ادارو دپرانستو پريکړه شوې هم دپوځ لخوا نۀ ده په ډاگه کړل شوې چې په کومو سکولونو يا تعليمي ادارو کې دهغوي مورچې او مرکزونه دي هغه به خوشې کوي که نه؟
سوات ته ستانۀ شوي زياتره خلک په دغه اړه فکرمند دي چې هر کله خپل بچي دوباره تعليمي ادارو ته ليږي، ايا دطالبانو دبريدونو لاندې خو به نۀ راځي.
دصوبه سرحد داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين ډيوه راډيو سره په خبرو کې وويل په سوات کې اوس تر ډيره حده دامن وضعيت ښۀ شوى او کوم لږ ډير اړى گړى چې ليدل کيږي، هغه به هم داولس په مرسته ډير زر له مينځه يوړل شي.
هغه وويل حکومت غواړي دسوات بې کوره شوي خلک خپلو سيمو کې په ارامتيا سره سردوباره ژوند پيل کړي او دهغوي اولادونه خپلو سکولونو، کالجونو او پوهنتونونو ته ورشي.
نوموړي وويل دسيمې دخلکو دامنيت ساتنې دپاره به پوځ په سيمه کې موجود وي او چاته به اجازه ورنۀ کړل شي ، ترڅو دطالب علمانو دزده کړو مخه ونيسي.

XS
SM
MD
LG