لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلوچستان : ياغيانو سره نښته کې څلور پولېسان وژل شوي


د پاکستان د بلوچستان ايالت په نصيراباد ضلع کې دتښتول شوؤ کسانو راخوشې کولو لپاره دپيل کړل شوؤ عملياتو په مهال د یو ډي ايس پي گډون څلور پولیسان وژل شوي دی.
دسرچينو له مخې تيره ورځ دنصيراباد په چهتر سيمه کې سحر مهال په دريوؤ موټر سائيکلونو سپرو کسانو دشگو خيژولو ١١ مزدوران وتښتول او دمزدورانو لخوا په مقاومت ښودنه دهغوي ٢ؤ ټريکټرو ته اور واچول شو.
کله چې ددغو مزدورانو راخوشې کولو لپاره دپوليسو يوه ډله دچتر تاڼې دپوليسو مشر يا ايس ايچ او احسان کهوسه په مشرۍ دپيښې ځايې ته ورسيدله نو تښتونکو دپوليسو دمشر په گډون ٦ پوليس هم وتښتول.
ددغه خبر په ترلاسه کيدو دنصيراباد دپوليسو سيمه ييز مشر يا ډي پي او کيپټن عطاء دگڼ شمير پوليسو ترڅنگ په سيمه کې دتښتونکو په ضد عمليات پيل کړل او دمرستې لپاره يې مليشه ځواکونه هم راوغوښتل.
له دې وروستو ددواړو خواؤ ترمينځ نښته پيل شوه او جنگيالو په عسکرو راکټونه وداغل چې له امله يې ډي ايس پي محمدعلي ووژل شو او ١٥ عسکر ټپيان شول.
ددغه پيښې مسؤليت دبلوڅ ري پبلکن ارمي په نوم ډلې پخپله غاړه اخستى او ويلي يې دي دغه پيښه دامنيتي ځواکونو لخوا په کوئټه کې دبلوڅ ځوانانو سره دبدې رويې غبرگون ؤ.
اخوا ملگرو ملتونو دبلوڅو دازادۍ ديو والي محاذ په نوم ډلې لخوا ددړکو وروستو په بلوچستان کې خپل ټول دفترونه تړلي او په بلوچستان کې کار کوونکي خپل ټول کارکوونکي يې بيرته غوښتي دي.
په پاکستان کې دملگرو ملتونو وياند عشرت رضوي ويلي دي دجولايي په ٢٥مه نيټه دبلوڅو دازادۍ ديو والي محاذ په نوم ډلې لخوا هغوي ته ددړکو کيدو وروستو په بلوچستان کې په روانو رياستي ظلمونو دملگرو ملتونو چپتيا او دجان سوليکي دخوشې کولو په بدل کې په ترسره شوؤ ژمنو دعمل نۀ کيدلو له امله به په بلوچستان کې دملگرو ملتونو دفترونه او مامورين په نخښه کولى شي.
ملگرو ملتونو ديونيسف، يو اين ايچ سي ار، ډبليو ايچ او او دخوراک دنړيوال پروگرام په گډون خپل ټول دفترونه تړلي او په دغه ايالت کې يې دکرکيلې ، تعليم، روغتيا او دزلزله ځپلو دپځايې کولو په گډون ټولې چارې په موقت ډول ځنډولي دي.

XS
SM
MD
LG