لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات :  سوات کې تعليمي ادارې  پرانستل شوي دي


د صوبه سرحد په جگړه ځپلې سيمه سوات کې نن يو ځل بيا ټول سرکاري او شخصي سکولونه پرانستل شوي دي.
دصوبه سرحد دتعليم وزير قاضي اسد ډيوه راډيو ته وويل هم له نن څخه په ټوله ملاکنډ سيمه کې سکولونه پرانستل شوي دي.
ښاغلي اسد وويل دطالبانو او پوځ ترمينځ دجگړې په مهال شاوخوا ٣٥٦ سکولونه تباه شوي او واکمن ددغو سکولونو دبيا جوړولو يا دشخصي ودانيو دکارولو په پلان کار کوي.
دتعليم وزير وويل اوس مهال ماشومانو ته په عارضي توگه په خيمه سکولونو کې زده کړې ښودل کيږي.
دسوات ضلعې دتعليم افسر يا ډي اي او وايي سکولونو ته ډيره موده پس راغلي ماشومان اوس هم ويره لري چې هسې نۀ بيا دطالبانو دبريدونو ښکار شي ، خو دتعليم محکمه به دحکومت په مرسته ددغو ماشومانو او والدينو ويرې ختموي.
دسوات ضلعې دتعليم دمحکمې مشر کمين خان ډيوه راډيو ته وويل دا مهال په سوات کې ٧٥ فيصده سيمې دتندلاريتوب دگواښ څخه په بشپړ ډول پاکې کړل شوي او په دغو سيمو کې دنن څخه ټول سرکاري سکولونه او کالجونه پرانستل شوي دي.
دهغه وينا وه په ټوله سيمه کې ١٥٧٦ سرکاري سکولونه دي چې دهغې له جملې څخه ٣٥٦ سکولونه دتندلاريتوب په ستونزه کې تباه شوي چې زياتره پکې دجينکو دي.
نوموړي وويل اوس هم دسوات په ١٧ؤ سکولونو کې دپوځيانو مورچې جوړې دي ، چې دغو سکولونو ته له ويرې ماشومان نۀ شي ورتللى.
هغه وويل نن يې د٣٢ؤ سکولونو څخه پخپله ليدنه کړې او ددغه ليدنې په مهال يې محسوس کړه چې استاذان او ماشومان غواړي بيرته نۀ يواځې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي ، بلکې کوم تعليمي وخت چې دهغوي خراب شوى دهغې راسر کولو دپاره زيات محنت هم وکړي.
دضلعې دتعليم دافسر وينا وه نن په لمړۍ ورځ ٩٨ فيصده استاذان خپلو سکولونو ته حاضر شوي وؤ او يواځې هاغه دوه فيصده استاذان چې تر دې مهاله دسيمې څخه بهر دي يا دځينو مشکلاتو له امله سکولونو ته نۀ شول ورتللى هغوي غيرحاضر وؤ.
په سوات ، بونير او نورو جنگ ځپلو سيمو کې دسکولونو په بيرته پرانستلو دسيمې خلک کۀ يو خوا خوشحالۍ کوي نو بلخوا ورسره ويرې هم ملگرې دي.
دسوات دمدين سيمې يو اوسيدونکي زر خان چې نن يې په لمړۍ ورځ خپل ٦ کلن ځوې عمير او ٩ کلنه لور سميرا سکول ته ليږلي وؤ ډيوه راډيو ته وويل کله چې يې سحر ماشومان سکولونو ته دليږلو دپاره سمبال کړل نو ويره هم ورسره وه چې څه ضرر ورته ونۀ رسيږي.
دهغه وينا وه حکومت ورته تر اوسه دخپلو بچو دامنيت په اړه کوم ډاډ نۀ دى ورکړى خو بيا هم دخپلو اولادونو مستقبل خوندي کولو دپاره دامنيت دگواښ باوجود خپل بچي سکولونو ته ليږي.
دسوات ته ډيوه راډيو تللي خبریال نوشېروان قلندر وويل دسوات خلک دسکولونو په بيا پرانستلو خوشحاله دي خو ورسره دحکوت څخه دا هيله هم لري چې دهغوي داولادونو تحفظ به باوري کړي.
دهغه وينا وه دسيمې زياتره خلک دامنيت او ثبات راوستلو په لړ کې دحکومت تر شا ولاړ دي او باور لري چې طالبان به هم ددغه خلکو دسوله ييز ژوند گډوډولو ته زړۀ ښه نۀ کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG