لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

گوجره:داړي گړي پيښو کې اووه تنه ژوندي سوځول شوي


د پاکستان دپنجاب ايالت په گوجره سيمه کې دمسلمانانو او عيسايانو ترمينځ نښتو کې داوو عيسايانو دوژنې وروسته سيمه کې وضعيت تاؤژن دى.
پوليس وايي تيره په گوجره سيمه کې دقران دشکمنې بې حرمتۍ پر ضد په ويستل شوي لاريون نامعلومو کسانو ډزې وکړې چې له امله يې زبير شاه، اصف نديم، عدنان او عبدالرشيد په گډون ١٦ تنه ژوبل شول.
پاريدلو مسلمانانو په ازافي اباد کلي کې دعيسايانو په کورونو بريدونه وکړل او له ٤٠ؤ څخه نيولې ٥٠ؤ پورې کورونو ته يې اور واچولو.
پاريدلو مظاهرچیانو ديو عيسوي حميد مسيح کور ته اور واچولو چې له امله يې هغه پخپله، دهغه ځوې نقاش حميد، دوه ميرنې او دوه ماشومان ژوندي وسوځيدل.
له پيښې وروستو دمسلمانانو او عيسويانو ترمينځ دډزو تبادله هم شوې ده.
په سيمه کې داړي گړي له امله اووه عيسايان وژل شوي وؤ او ددوؤ پوليسو په گډون ١٢ تنه ژوبل شوي وؤ.
دپنجاب صوبې دپوليسو مشر طارق سليم ډوگر ويلي دي داړي گړي په پيښو کې ککړ٤٦ کسان يې نيولي دي.
ددغه پيښې څخه وروستو درينجرز ځواکونو دسيمې کنټرول پخپلو لاسونو کې اخستى او ښار کې يې گزمې پيل کړي دي.
درينجرز ځواکونو وياند وايي دښار کنټرول يې ترلاسه کړى او وضعيت به ډير زر عادي ډگر ته راوگرځي.
دوژل شوؤ عيسايانو دکورنۍ غړو دخپلو خلکو دمړو ترلاسه کولو څخه انکار کړى او وايي ترڅو چې په پيښه کې ککړ کسان ونۀ نيول شي هغوي به مړي ترلاسه نۀ کړي.
په وژل شوؤ کسانو کې ديوې کورنۍ ٦ کسان دي چې پکې دوه ښځې او يو ماشوم هم شامل دى.
دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري، صدراعظم يوسف رضا گيلاني او دپنجاب وزيراعلي شهباز شريف دپيښې غندنه کړې ده او دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک وايي دپيښې پلټنې دوام لري او پيښه کې دککړو کسانو په ضد به گامونه اخستل کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG