لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سکردو: سيند ته دبس دپريوتو له امله ٣۴ کسان مړۀ شوي دي


پاکستاني پوليس وايي دهېواد دپنجاب صوبې دپينډۍ ښار څخه سکردو ته تلونکى دمسافرو يو بس سيند ته پريوتى چې له امله يې د٢٧ؤ عسکرو په گډون ٣۴ تنه مړۀ شوي دي.
دغه پيښه دسکردو سره نزدې دملوته په مقام رامينځته شوې ده.
دبسونو دکمپنۍ منيجر محمد حسن خبريالانو ته ويلي دي په دغه بس کې ٣٥ تنه سپارۀ وؤ چې يواځې پکې دعملې يو تن ژوندى پاتې شوى دى.
هغه وويل تراوسه يې تباه شوى بس نۀ دى موندلى او دپيښې ځايې ته امدادي ډلې استول شوي دي.
په سيمه کې دپوليسو مرستيال مشر فرمان علي خبريالانو ته ويلي دي دغه بس دډير زيات لوړ ځايې څخه اوبو ته پريوتى چې له دې امله ټول په ټوله مسافر مړۀ شوي دي.
دپوليسو مشر وويل په بس کې د٢٧ؤ عسکرو په گډون د٣٠ؤ څخه ٣٥ؤ پورې مسافر سپارۀ وؤ .
دپاکستان ديخو سيمو په لور غځيدلي سړکونه او لارې زياتې خطرناکې دي او اکثره مهال په دغو سړکونو دا رقم پيښې رامينځته کيږي.
پاکستان دنړۍ دهاغو هيوادونو دجملې څخه په دريم نمبر گڼل کيږي چرته چې دلريو دخرابتيا او رش له امله ترافيکي په زيات مقدار سره رامينځته کيږي.
دپاکستان دسيلگرۍ په زياتره سيمو کې دلويو لارو دخرابوالي سره سره دسيلگرو دتحفظ يا خونديتوب دپاره هم دپاکستان حکومت يا امنيتي ادارو کوم زړۀ پورې گامونه نۀ دي اخستي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG