لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان : ياغيانو نور څلور تښتول شوي پوليس وژلي دي


د پاکستان دبلوچستان ايالت بيلتون خوښو دتښتول شوؤ پوليسو دجملې څخه نور څلور تنه وژلي او دړکه يې کړې ده چې که چرې حکومت دبلوچستان دزندانونو څخه دهغوي ټول ملګري خوشې نۀ کړي نو پاتې نور ٨ پوليس به هم دغه رقم ووژني.
لس ورځې دمخه دتحصيل چتهر دمير حسن سيمې سره نزدې دتښتول شوؤ ١١ؤ مزدورانو راخوشې کولو لپاره دغو پوليسو عمليات پيل کړي وؤ خو بلوڅ ياغيانو دمزدورانو سره پوليس هم يرغمال ونيول.
په هاغه مهال دبلوڅ ياغيانو او پوليسو ترمينځ دډزو په تبادله کې ديو ډي ايس پي محمدعلي کهوسه په ګډون ٤ پوليس وژل شوي وؤ.
وروستو دبلوڅ ري پبلکن ارمي يا بي ار اى تندروه ډلې دايس ايچ او احسان علي کهوسه په ګډون د٤ؤ پوليسو مړي په يو ميدان غورځولي وؤ.
بي ار اى له حکومت څخه غوښتنه کړې وه چې کۀ چرې دبلوچستان په زندانونو کې دهغوي موجود ملګري خوشې نۀ کړل شول نو پاتې نور نيول شوي پوليس به هم ووژني.
حکومت ته دبلوڅ ياغيانو لخوا دورکړل شوي مهلت سره سم دبي ار اى ډلې تيره ورځ نور ٤ پوليس ووژل او دپهليجي په نوم سيمه کې يې دهغوي مړي وغورځول.
دسبي پوليس مشر يا ډي ايي جي شارق جمال له مخې ددغو څلورو واړو وژل شوؤ پوليسو لاسونه تړل شوي وؤ او دپيژندګلو لپاره دهغوي مړي چهتر تاڼې ته وړل کيږي.
دبلوچستان داپوزيشن مشر سردار يارمحمد رند دياغيانو څخه دتښتول شوؤ کسانو دبخښنې غوښتنه کړې ده.
ددغو څلورو پوليسو دوژل کيدو څخه وروستو دبلوڅ ياغيانو لخوا په نيول شوؤ پوليسو کې دوژل شوؤ شميره ١٢ؤ ته رسيدلې ده.
بل لوري ته د بلوڅ ري پبلکن ارمي ډلې يو وياند دنامعلوم ځايې څخه خبريالانو سره په خبرو کې ددغو وژل شوؤ پوليسو دوژنې مسؤليت په غاړه اخستى او دړکه يې کړې ده چې کۀ چرې حکومت ددوؤ ورځو دننه دبلوچستان دزندانونو څخه دهغوي بندي ټول ملګري خوشې نۀ کړي نو پاتې نور پوليس به هم ووژني.
وياندوويل نيول شوي ټول مزدوران يې خوشې کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG