لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دمسلمانانو په مسله اسټریلیا د چین فشار په شا تمبولی دی


چېن په خپلو هڅو کې ناکامه شوی دی چې د چین د ویغورمسلمانانو مشره رابعه قدیر په اسټریلیاکې د سفر په محال د اسټریلیا په نیشنل پریس کلب کې د وینا نه ودروي.
چین رابعه قدیر یوه ترهگره بولې. د چین نورې هڅې هم شنډې شوې دې چې اسټریلیا کې د هغې د عوامې ویناه مخ نیوی ووکړی شي.
چیناۍ چارواکو غوتل چې نیشنل پریس کلب کینبرا کې د رابعه قدیر وینا ووځنډولی شي.
چین وايي د ویغور مسلمانانو جلا وطنې مشرې رابعه قدیرد هیواد په شمال مغربې سنک یانگ سیمه کې د هاغه ځاې مسلمانان د تشدد لپاره هڅه ويلې دي. د چین د چارواکو تر مخه په دغه تشدد کې تر ٢٠٠ پورې خلک وژل شوي او١٧٠٠نور پکښې زخمیان شوې دي. خو ویغور وايي د وژل شوو تنانو شمیره چې زیاتره پکښې د هغوي خلک دي، ډیره زیاته ده.
رابعه قدیراسټریلیا ته د چین فشار په شا تمبولوباندې مننه وړاندې کړه او وې ویل چې ددې په ترڅ کې هغې ووکړی شول چې د خپلو خلکو مرام وړاندې کړي.
د یو ترجمان د لارې وینا کولو په محال هغې د اسټریلیا سر ښار کینبرا کې وویل د سنک یانگ او تبت په مسله گرده غربې نړۍ د چېن پراپیگنډې سره مخ ده.
هغې وویل دا یو حقیقت دی چې چین په غربې جمهوریتونود خپل تجارت د لارې بې کچه فشاراچوي چې د تبت او د سنک یانگ مسله په شا ووساتلې شېې.
داسټریلیا چارواکوچین ته خبرداری کړی دی چې د رابعه قدیر خلاف دې دوې خپل دریز په مناسب توگه وړاندې کړې. داسټریلیا حکومت دغه څرگندونې د رابعه قدیر په هکله د یو فلم ښودلو ورسته د چین لخوا د فشار په ترڅ کې کړې دې.
د اسټریلیا خارجه وزیر رابعه قدیر ته دو یزې ورکولو د فیصلې دفاع کړی ده. سټیون سمیت وايي چې ویغور په نسلې توگه د منځنۍ اسیا د خلکو سره مماثلت لرې او مسلمانان دي. هغه وايي ویغور دا گله کوي چې چین ددوې خلاف تعصب کوي، د دوې اسلامي اقدار چقوي او د تیرو څو لسیزو راهسې د دوې کلتور د لمنځه وړلو په هڅو کې بوخت دی.
د چین حکومت وايی رابعه قدیر تندروه او بیلتون خوښوه ده.
چین دا هم وايي چې د رابعه قدیرگوند ورلډ ویغور کانگرس یا د ویغورو نړې واله ټولنه یوه تندروه ډله ده او په غرې چین کې ختیځ ترکستان په نوم خپل واکه هیواد جوړول غواړي.
په کال ١٩٩٩ چیناې چارواکو هغه په دې تور ونیوله چې هغهې خارجیانو ریاستي رازونه ورکول. شپږ کاله په ځندان کې د تیورولو ورسته چین هغه خوشې کړه. رابعه قدیر دا وخت امریکا کې د جلا وطنۍ ژوند کوي. هغې د سنک یانگ په تشدد کې د لاس لرلو تورونه رد کړی دې او وايي په پرامنه احتجاج یقین لري.

XS
SM
MD
LG