لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالب ډلو  ترمينځ نښته کې گڼ شمير طالبان مړه


د پاکستان قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان او ټانک پخپلو کې پيوست کوونکې نيمې قبائيلي سيمې ايف ار ټانک کې دطالبانو ددوؤ ډلو ترمينځ نښته کې د٥٠ؤ څخه دزياتو کسانو دوژنې خبرونه ترلاسه شوي خو دازادو سرچينو څخه ددغووژنو پخلى نۀ دى شوى.
دځايې امنيتي چارواکو او عيني شاهدانو له مخې دطالبانو دبيت الله محسود ډلې سره تعلق لرونکو په لسگونو وسله والو جنگيالو په سرغر سيمه کې دمخالفې ډلې مشر ترکستان بيټني دملاتړو په کورونو بريدونه وکړل او ٣٣ؤ کورونو ته يې اورونه واچول.
داطلاعاتو له مخې دغه جنگيالو دبيټني دډلې شاوخوا ١٢ کسان دځان سره بوتللي دي.
له دې وروستو ددواړو ډلو ترمينځ په بيلا بيلو سيمو کې جگړه ونښته او سرچينې وايي په ځينو سيمو کې اوس هم ددواړو ډلو ترمينځ په دمې سره دنښتو لړۍ روانه ده.
دوؤ استخباراتي چارواکو دنوم نۀ څرگندولو په شرط ويلي دي دترکستان بيټني دملاتړو په ضد تندلارو راکټونه، مارټرې او دالوتکې ويشتونکې وسله وکاروله.
په ازاده توگه په نښتو کې دوژل شوؤ کسانو شميره ځکه نۀ شي تصديقيدلى چې دغه لرې پرته غرييزه سيمه کې دقانون واکمني تر لرې لرې په نظر نۀ ښکاري او ژورنالستان نۀ شي کولى دغلته دحقائقو معلومولو دپاره ورشي.
دقبائيلي چارو ماهر بريگيډئير ريټائرډ محمود شاه وائس اف امريکا سره دخبرو په مهال وويل دترکستان بيټني ډله په هاغو لارو کنټرول لري چې جنوبي وزيرستان دصوبه سرحد ټانک، بنو اؤ ډيره اسماعيل خان ضلعو سره تړي او هم ددغو لارو څخه دبيټي ډلې دقبضې ختمولو لپاره ددواړو ډلو ترمينځ جگړه روانه ده.
بايد وويل شي دبيت الله محسود ډلې او حاجي ترکستان بيټني دوسله والو ترمينځ دزياتې مودې څخه تاؤتريخوالى موجود دى او ددواړو خواؤ ترمينځ په ترسره شوؤ جګړو کې له دې وړاندې هم په شلګونو کسان وژل شوي دي.
دغه اوسنۍ پيښه وروستو له هغې رامينځته شوې ده چې تيره اوونۍ ترکستان بيټني بيلا بيلو خبري شبکو سره تماس ونيولو او ادعا يې وکړه چې دپاکستاني طالبانو مشر بيت الله محسود دخپلو نورو ٤٠ؤ ملګرو سره دجاسوسي الوتکو په يو بريد کې وژل شوى دى.

XS
SM
MD
LG