لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد : حکومت قبایلي سیمو ايف سي ار قانون کې بدلونونه کړي


د پاکستان د٦٣مې ازادۍ دورځې نمانځلو په موقع صدر اصف علي زرداري دپاکستان قبائيلي سيمو کې ديوې پيړۍ څخه دزياتې مودې پورې رائج فرنټئير کرائمز ريگوليشنز يا ايف سي ار قانون کې دبدلون اعلان کړى دى چې ددې له مخې په دغو سيمو کې سياسي گوندونو ته دسياسي هلو ځلو اجازت ورکړل شوى دى.
ددې ترڅنگ دقبائيلو دغوښتنو په اساس دايف سي ار عدالتي قانون کې ځينې اهم بدلونونه هم شوي دي چې له دې وروستو اوس دپوليټيکل انتظاميې په حکم قبائيل بې دڅه وجې نيولو، په زندان کې ساتلو اوهغوي ته دضمانت حق نۀ ورکولو اختيارات ختم کړل شوي دي.
ددغه نوي قانون له مخې په جرمونو کې ککړ تن په يو شوارزو کې دننه اړونده محکمې ته وړاندې کولى شي او هغه به دضمانت حق هم لري
همدغه راز انتظاميه دټاکلې مودې دننه ددغه رقم مقدمو هوارولو پابنده کړل شوې ده.
له دې وړاندې به دايف سي ار قانون لاندې چې کوم تن ونيولى شو نو دمقدمې چلولو څخه پرته به هغه په بند کې ساتل کيدو او دهغه دبند په موده کې به هر درې کاله وروستو دنامعلومې مودې پورې اضافه کيدله.
همدغه شان په ايف سي ار کې دبدلونونو وروستو اوس دسيمه ييز مسؤليت دقانون لاندې ښځې او د١٦ؤ کالو نه دکم عمر ماشومان نۀ شي نيول کيدلى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG