لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هالبروک : القاعده اؤطالبان اتحادي ډلې دي


د افغانستان اؤپاکستان لپاره دامريکايي جمهور رئيس ځانگړي استازى رچرډهالبروک وايي په پاکستان کې القاعده اؤافغانستان کې طالبان دوه بيلي خواتحادي ډلې دي.
واشنگټن کې امريکايي پوهانويا تهنک ټينک ته په وينا کې ښاغلي هالبروک وويل پاکستان کې دبيت الله محسود وژنه اؤپه افغانستان کې راتلونکې اوونۍ کې ترسره کيدونکې ټولټاکنې دالقاعده پر ضد دبرياليتوب دليل دى.
دامريکايي استازي ويناوه هغه افغانستان کې برياليتوب ته دفتحې په ځايې گټه ويل غواړي.
رچرډهالبروک وويل په افغانستان کې روانه جگړه نۀ خودالوتکو وړونکوسمندري بيړو لۀ لارې گټل کيدلى شي اؤنه هم دجنيوا په ميزبلکې په دغه جگړه کې يواځې دبرياليتوب خبره کيدلى شي.
بل لوري ته دجنوبي اسياء لپاره دامريکا دبهرنيوچارو مرستيال وزير رابرټ بليک ويلي دي دامريکا دبهرنۍ تگلارې په اوليتونوکې پاکستان ترټولولمړى دى.
پخپله يوه مرکه کې ښاغلي بليک زياته کړې ده پاکستان اؤهند دواړه دترهگرۍ په ضد په جگړه بوخت دي اؤ امريکا ورسره په دې لړکې کوټلې مرستې کوي .
مرستيال وزير ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل هندچې دممبۍ په پيښوکې ککړوکسانوته دسزا ورکولوپه اړوند دپاکستان څخه کومې غوښتنې کوي امريکادهند ددغوغوښتنومکمل ملاتړکوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG