لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هالبروک : يواځې دبيت الله محسود په وژنه دترهگرۍ ستونزه نۀ هواريږي


د پاکستان او افغانستان لپاره دامريکايي صدر براک اوباما ځانگړي استازي رچرډ هالبروک وايي يواځې دبيت الله محسود په وژلو سره دترهگرۍ ستونزه نۀ ده هواره شوې، بلکې اوس هم ډير څه کولو ته اړتيا ده.
ښاغلي هالبروک دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود وژنه تندلارو ته اوښتې يوه سخته ضربه بللې ده.
د خالي په ورځ پاکستان ته دراتللو څخه وړاندې په الوتکه کې خبريالانو ته هالبروک وويل دا نۀ شي ويلى چې په سوات کې طالبان له مينځه وړل شوي او که نه هغوي پټ شوي دي.
هالبروک دروانې مياشتې په پنځمه نيټه جنوبي وزيرستان کې دبې پائلټه جاسوسي الوتکې په بريد کې د دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود دوژنې په اړه دخپرو شوؤ راپورونو څخه وروسته پاکستان ته په لمړي ځل سفر کړى دى.
دامريکايي سفارت خانې يو چارواکي ويلي دي ټاکل شوې وه ښاغلى هالبروک به دصوبه سرحد ناقرارې سيمې سوات ته هم ځي خو دسخت باران وريدو په وجه هغه سوات ته نۀ دى تللى.
هغه وويل دصوبه سرحد په سوات سيمه کې دپاکستاني پوځيانو برياليتوب دپرمختيا يوه نخښه ده.
په سوات کې دپاکستان دپوځ لخوا دروانو عملياتو په هکله ځانگړي استازي وويل په سوات کې دترسره شوؤ عملياتو په نتيجه کې هغه تر هغې دا نۀ شي ويلى چې ايا طالبان ختم کړل شوي يا هغوي شيندل شوي، ترڅو چې هغه پخپله دغلته لاړ نۀ شي.
هغه وويل خو بيا هم يو څيزډير څرگند دى چې پوځيانو دطالبانو څخه په سوات او بونير سيمو بيرته قبضه کړې ده چې دا يو مهم گام دى.
همدغه راز په وزيرستان کې دموجودو تندلارو په هکله دهالبروک وينا وه په وزيرستان کې په تندلارو پسې دورتگ پريکړه به امريکا نۀ بلکې پخپله دپاکستان حکومت ته کول وي چې هغوي کله او څنگه دغلته ورځي.
دهغه وينا وه امريکا پلان لري چې دپاکستان پوځ ته نورې هيلري کاپټرې، په تيارۀ کې ليدونکي الات او حکومت سره په اقتصادي توگه مرستې وکړي.
دامريکايي صدر براک اوباما ځانگړي استازي په پاکستان کې نن دمسلم ليگ(ن) دمشر ميا نواز شريف سره هم ليدلي دي.
په اسلام اباد کې ترسره شوې دغه ليدنه کې دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه ، دسوات دکډوالو په بيا ابادۍ او نورو چاروخبرې ترسره شوي دي.
پاکستان ته له روانيدو وړاندې په يوه مرکه کې هالبروک ويلي وؤ دپاکستان په سياست کې دنواز شريف کردار ډير مهم دى.
داتوار په ورځ به هالبروک دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي سره هم ليدنه کوي او له دې وروستو احتمال کيږي هغه يو گډ مطبوعاتي کانفرنس ته وينا هم وکړي.
ټاکل شوې ده هالبرک به صدر اصف علي زرداري، وزيراعظم يوسف رضا گيلاني، دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني سره هم په پاکستان کې دخپل درې ورځني سفر په مهال ليدنې وکړي.
ښاغلى هالبروک به دغو مشرانو سره دسوات دبې کوره شوؤ خلکو په بيا ابادۍ، دقبائيلي سيمو په امنيتي وضعه، افغانستان کې دجمهوري رياست په ټولټاکنو او نورو چارو خبرې کوي.
دسرچينو له مخې رچرډ هالبروک به دصوبه سرحد او قبائيلي سيمو په معاملو دعوامي نيشنل پارټۍ مشر اسفنديارولي او دقبائيلي سيمو څخه دپارلمان غړو سره هم اوږدې خبرې کوي.
دپاکستاني مشرانو سره له ليدنو وروستو به ځانگړى استازى دافغانستان سفر کوي او دغلته به دټولټاکنو دترسره کيدونکي عمل پخپله جائزه اخلي.

XS
SM
MD
LG