لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: علې شير حيدري دوژنې پر ضد مظاهرې پيل شوي دي


د پاکستان دسندهـ ايالت په خيرپور سيمه کې دغيرقانوني گرځول شوي تنظيم سپاه صحابه پاکستان دمشر علامه علې شير حيدري دوژنې په ضد دکراچۍ په گډون دسندهـ په بيلا بيلو ښارونو کې داحتجاجي مظاهرو لړۍ پيل شوې ده.
دکراچۍ په ناګن چورنګۍ سيمه کې پاريدلو مظاهره چيانو ديو بس په ګډون دوه ګاډي سوځولي دي.
ددغو مظاهره چيانو لخوا دکاڼو ورولو ترڅنګ هوايي ډزې هم دوامداره دي، چې له امله يې په خلکو کې سخته ويره ترهه خوره شوې ده.
دپوليس چارواکو په وينا دگل په ورځ سحر وختي دگوټه دوست محمد ابړو سره نزدې نامعلومو تندلارو په شيرعلي حيدري هاغه وخت ناتاره ډزې وکړې او وې وژلو کله چې هغه يوې جلسې ته دوينا څخه وروستو خپل کور ته روان ؤ.
پوليس وايي دعلامه حيدري دساتونکو په ځوابي ډزو کې يو بريد کوونکى هم وژل شوى دى چې پوليسو دهغه پيژندگلو کړې ده.
دسپاه صحابه دمشر دوژنې څخه وروستو په سيمه کې سخت تاؤتريخوالى خور شوى او دسندهـ په بيلا بيلو ښارونو کې دامنيت نيولو دپاره پوليس په لويې شمير کې گمارل شوي دي.
بايد وويل شي دپاکستان دحکومت له لوري په سپاه صحابه تنظيم دبنديز لگول کيدو څخه وروستو دغه تنظيم دملت اسلاميه په نوم باندې فعاليتونه کول چې وروستو هغه هم غير قانوني وگرځول شو او اوس دغه تنظيم داهل سنت والجماعت په نوم فعاليتونه کوي.
په څرگنده توگه دغه پيښه دفرقه ييزه ترهه گرۍ سره اړخ لگوي خو په حکومتي کچ دې لړ کې تر اوسه هيڅ نۀ دي ويل شوي.
په پاکستان کې دتيرو څو کالو راهسې دشيعه، سني فرقه ييزو اختلافاتو له امله نښتو کې په سلگونو کسان وژل شوي دي.
دسپاه صحابه مشر مولانا اعظم طارق هم څو کاله وړاندې په پلازمينه اسلام اباد کې وژل شوى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG