لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دطالبانو وياند مولوي عمر ونيول شو


د چارواکو له مخې مولوي عمر تيره شپه دځايې مشرانو په ښودنه سره ددوؤ ملگرو دمهمند ايجنسۍ خويزۍ سيمې څخه هاغه مهال نيول شوى کله چې هغه په يو موټر کې سفر کولو او احتمال دى نن پاکستاني چارواکي په باقاعده توگه دهغه دنيونې اعلان وکړي.
دمولوي عمر او دهغه دملگرو دقبضې څخه وسله هم ترلاسه کړل شوې ده.
دسرچينو وينا ده مولوي عمر دخپلو ملگرو سره په اورکزو ايجنسۍ کې ترسره کيدونکې يوې مهمې غونډې کې دگډون لپاره روان ؤ.
دپاکستاني طالبانو دغورځنگ وياند مولوي عمر دمهمند ايجنسۍ دمليشه ځواکونو هيډکوارټر څخه پيښور ته بوتلل شوى دى او دغلته به هغه دپلټنو لپاره نورو لوړپوړو چارواکو ته وړاندې کولى شي.
په کال ٢٠٠٧م کې دپاکستاني طالبانو دغورځنگ دجوړيدو څخه وروستو ښاغلى عمر ددغه غورځنگ وياند جوړ کړل شوى ؤ او هغه اوس هم دطالبانو وياند بلل کيدلو.
دمولوي عمر تعلق دافغان پولې ته نزدې دپاکستان قبائيلي سيمې باجوړ ايجنسۍ دماموند سيمې سره دى خو په باجوړ کې دپاکستاني پوځيانو لخوا دطالبانو په ضد دعملياتو پيل کيدو څخه وروستو هغه په مهمند ايجنسۍ کې پټ شوى ؤ.
دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود دوژنې څخه وروستو ددغه غورځنگ دوياند مولوي عمر نيونه تر ټولو ستر پرمختگ گڼل کيږي ځکه په باجوړ ايجنسۍ کې دمولوي فقير محمد څخه وروستو مولوي عمر دطالبانو مهم کمانډر دى او دهغه نيونه دپاکستاني چارواکو په وينا دطالبانو لپاره سخته ضربه ده.
دتيرو دوؤ کلونو په مهال په امنيتي ځواکونو ترسره کيدونکو ځانمرگيو بريدونو او داړي گړي نورو پيښو دمسؤليت په غاړه اخستونکي مولوي عمر په قبائيلي سيمو کې دطالبانو مهمو غونډو کې ترسره کيدونکو پريکړو څخه ميډيا دتيليفون په ليکه خبروله.

XS
SM
MD
LG