لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قريشي : دامريکايي پوځي چاوڼۍ جوړيدلو خبرونه  بې اساسه دي


د پاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي دي چي په پايتخت اسلام اباد کې دامريکې دسفارت خانې دپراختيا پلان او دغلته دامريکايي پوځيانو په شميره کې دزياتوالي سره دا په پوځي چاوڼۍ کې دبدلولو خبرونه بې بنياده او دحقيقت څخه لرې دي.
دنهې په ورځ اسلام اباد کې خبريالانو سره دخبرو په مهال شاه محمود قريشي وويل د٧ؤ زرو امريکايي پوځيانو په اسلام اباد دموجوديت خبرونه سم نۀ دي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې خارجه وزير وويل امريکا پاکستان ته په بلوچستان کې دعملياتو پيل کولو وينا نۀ ده کړې.
ښاغلي قريشي وويل پاکستان په افغانسستان کې صفا او ازاده ټولټاکنې ليدل غواړي او بايد افغانان ددغو ټاکنو پائيلې ومني.
دپاکستاني طالبانو دغورځنګ وياند مولوي عمر دنيونې په هکله ديوې پوښتنې په ځواب کې دهغه وينا وه تراوسه يې دهغه دنيونې په اړه تصديق شوي معلومات نۀ دي ترلاسه کړي.
هغه وويل په اقتصادي امداد کې درې چنده اضافه، دجگړې له امله دبې کوره شوؤ خلکو مرسته او نورو څانگو کې دمرستو سيوا کولو په لړ کې کۀ امريکا پاکستان کې خپله دکار کرښه پراخوي نو په دې بې دڅه وجې پريشانه کيدل نۀ دي پکار.
دامريکايي سفارت خانې وياند رچرډ سنيلسر سره چې کله په دې هکله رابطه وشوه نو هغه وائس اف امريکا ته وويل امريکايي سفيرې اين ډبليو پيټرسن يوه ورځ دمخه دا په ډاگه کړې ده چې دا مهال په اسلام اباد کې د٨ؤ څخه تر١٠ؤ پورې امريکايي پوځيان گمارل شوي دي او احتمال دى دهغوي شميره تر٢٠ؤ پورې ورسيږي.
پاکستاني ورځپاڼو کې په دې وروستيو کې دامريکايي سفارت خانې دشکمنې پراختيا په هکله پرله پسې خبرونه خپريږي چې په دې اپوزيسيون او په ځانگړې توگه مذهبي گوندونو سختې نيوکې کړي او ددغه شان پلان دمخالفت اعلان يې کړى دى.
اوباما انتظاميې دترهه گرۍ په ضد جگړې ،اقتصادي او دتوانايۍ څانگو کې پاکستان ته په پيښو ستونزو کې دمرستې سيوا کولو نه علاوه دسيمې دستونزو په ښه توگه دپوهيدلو لپاره رچرډ هالبروک دځانگړي استازي په توگه گمارلى دى چې دتيرو شپږو مياشتو په مهال يې ٥ ځله دپاکستان سفر کړى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG