لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محکمې فضل الله مفرور گرځولی دی


د صوبه سرحد په ناقراره سيمه سوات کې دترهه گرۍ دمخنيوي يو عدالت دطالبانو مشر مولانا فضل او دهغه نور٦ ملگري مفروران بللي او هغوي يې په يوه اوونۍ کې دننه محکمې ته غوښتي دي.
په ملاکنډ کې دترهگرۍ دمخنيوي ځانگړې دمحکمې قاضي خليل خان خليل لخوا ځايې او دپيښور څخه خپرو شوؤ ورځپاڼو کې ديوې خبرتيا له لارې دسوات د طالبانو مشر مولانا فضل الله او دهغه ٦ؤ ملگرو محمد حسين، شيرعلي، طاهر، عزيز، محمد رسول او قادر ته امر شوى دى چې هغه په يوه اوونۍ کې دننه ځان محکمې ته حاضر کړي.
دخبرتيا له مخې ددغو کسانو په ضد دکال ٢٠٠٨م دمارچ په مياشت کې دترهه گرۍ دمخنيوي دقانون څخه دسرغړونې په گډون گڼې مقدمې درج شوې وې او هم ددغو تورونو له مخې هغوي مفروران گرځول شوي دي.
طالب مشرانو تر دې مهاله پخپله د سوونو سکولونو او سرکاري ودانيو دالوځولو ، په امنيتي ځواکونو دبريدونو کولو او دگڼو خلکو دحلالولو مسؤليت پخپله غاړه اخستى دى.
بايد وويل شي چې دروان کال داپريل په مياشت کې دپاکستان حکومت دصوبه سرحد په سوات سيمه کې دموجودو طالبانو په ضد دپوځي عملياتو اعلان کړى ؤ او دپوځ وينا ده چې تر دې مهاله يې په دغو عملياتو کې له ١٨٠٠ؤ څخه زيات طالبان وژلي دي.
دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک دا ادعا هم کړې وه چې دسوات دطالبانو مشر مولانا فضل الله په عملياتو کې ژوبل شوى دى خو وروستو دطالبانو دډلې وياندمسلم خان ميډيا سره په خبرو کې دمولانا فضل الله دوژنې داواز په اورولو سره دغه حکومتي ادعا رد کړې وه او ويلي يې وؤ چې نۀ يواځې فضل الله ژوندى او روغټ رمټ دى بلکې دطالبانو ټول دسر مشران اوس هم ژوندي دي.
دطالبانو مشر مولانا فضل الله تراوسه دسوات په کوم نامعلوم ځايې کې پټ دى او دهغه په ضد دوژنو او دوژنو دگامونو په گډون د١٠٠ؤ څڅه زياتې مقدمې درج دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG