لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : دډرون بريد ١٢ تنه وژلي دي


د پاکستان داستخباراتي ادارې چارواکي وايي دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان کې شکمنو امريکايي جاسوسي الوتکو دجلال الدين حقاني دمدرسې سره نزدې په يو کور بريد ترسره کړى چې پکې ١٢ کسان وژل شوي دي.
دغه بريد دجمعې په ورځ دشمالي وزيرستان مرکز ميرانشاه په ډنډى درپه خيل کلي کې دتندلاري کمانډر جلال الدين حقاني دمدرسې سره نزدې په يو کور ترسره شوى دى.
سرچينې وايي په دغه بريد کې پنځه کورونه تباه شوي او گڼ شمير کسان ژوبل شوي هم دي چې پکې دزياترو حالت مرگونى دى او له دې امله دمړو په شمير کې دزياتوالي انديښنه ده.
اوس مهال د جلال الدين حقاني ځوې سراج الدين دحقاني دډلې دجنگيالو قومانده په غاړه لري.
په دغه کلي کې دسراج الدين حقاني يوه لويه مدرسه موجوده ده چې دکال ٢٠٠٨م داکتوبر په مياشت کې دامريکايي جاسوسي الوتکو لخوا په نخښه شوې او ٢٠ کسان په هاغه بريد کې وژل شوي وؤ.
دپاکستاني طالبانو مشر بيت الله محسود په پاکستاني پوځيانو بريدونو ته خپل پام گرځولى خو دحقاني دډلې جنگيالي په افغانستان کې خپلوترهه گريزو فعاليتونو ته دوام ورکوي او هغوي په پاکستان کې بريدونه ترسره کوونکي نۀ گڼل کيږي.
حقاني تير کال په کابل کې په يو هوټل بريد کړى ؤ او دافغانستان دجمهوررئيس حامد کرزي دوژنې يوه ناکامه هڅه يې هم کړې ده.
پاکستاني او امريکايي چارواکي باور کوي چې هم په دغه شان بريد کې په نزدې جنوبي وزيرستان کې داگست په ٥مه نيټه دپاکستاني طالبانو مشر بيت الله محسود وژل شوى دى خو طالب مشران تراوسه پرله پسې دهغه دوژنې خبرونه ردوي او وايي بيت الله محسود يواځې ناروغه دى.
په سيمه کې يو استخباراتي چارواکي وويل دغه بريد په يو کور ترسره شوى چې پکې ١٢ تنه وژل شوي خو يو بل چارواکي دوژل شوؤ کسانو شميره ١٥ وښودله او وې ويل په وژل شوؤ کې زياتره افغانان دي.
استخباراتي چارواکي وويل په دغه بريد کې وژل شوي ٨ ښځې او ماشومان هم شامل دي.
دامنيتي چارواکو وينا ده چې دجمعې په ورځ ددغه بريد څخه وروستو جنگيالو په ميرانشاه کې په يو شمير امنيتي پوستو بريدونه کړي دي چې له هغې وروستو ددواړو خواؤ ترمينځ نښته پيل شوې ده.
چارواکي وايي په دغه نښتو کې ٢ پوځيان هم ژوبل شوي دي، خو جنگيالو داوښتي ځاني يا مالي زيان په هکله اطلاعات نۀ دي رارسيدلي.
ددغه پيښې څخه وروستو پوليټيکل چارواکو په ميرانشاه تحصيل کې دنامعلومې مودې پورې کرفيو هم پځايې کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG