لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : په نښتو کې ٢٣ جنگيالي وژل شوي دي


د پاکستان په قبائيلي سيمو مومند ايجنسۍ ، شمالي وزيرستان او دصوبه سرحدپه نيمه قبائيلي سيمه بنو کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښته کې ٢٣ جنگيالي وژل شوي او درې پوځيان ژوبل شوي دي.
دسرچينو له مخې بيگاه ناوخته دبنو په جاني خيل سيمه کې وسله والو جنگيالو دامنيتي ځواکونو په کيمپ په درنو وسلو سره بريد وکړو.
له دې وروستو دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ جگړه ونښته چې پکې ٨ تندلاري ووژل شو او درې پوځيان هم تندلارو سره په نښته کې ژوبل شوي دي.
بل لوري دشمالي وزيرستان په ميرانشاه سيمه کې دامنيتي ځواکونو په يوه پوسته جنگيالو بريد کړى چې پکې ٣ عسکر ژوبل شوي دي.
سرچينې وايي په امين امنيتي پوسته گمارل شوؤ پوځيانو دځوابي عملياتو په مهال درې جنگيالي هم وژلي دي.
له پيښې وروستو چارواکو په ميرانشاه کې دنامعلومې مودې پورې کرفيو پځايې کړې ده.
همدغه شان دمهمند ايجنسۍ په يکه غنډ تحصيل کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښتو کې ١٢ جنگيالي وژل شوي دي.
دسرچينو وينا ده دغه جنگيالي دامنيتي ځواکونو لخوا دعملياتو په مهال وژل شوي دي.
اخوا دصوبه سرحد دچارسدې ضلعې شبقدر سيمې دخير اباد په پوليس تاڼې دنامعلوم لوري څخه ٤ راکټونه داغل شوي چې پکې دوه راکټونه په پوليس تاڼې او يو په نزدې کور پريوتى دى چې له امله يې تاڼې او کور ته لږ شان زيان اوښتى دى.
همدغه راز دپاکستان پوځ پخپل بيان کې ويلي دي دصوبه سرحد ددير په جانس غونډۍ سيمه کې دقامي لښکر او ترهگرو ترمينځ نښته شوې ده چې پکې درې تندلاري نيول شوي دي.
دپوځ له مخې په دير کې دلال قلعه سره نزدې په گمبټ بانډۍ کې دپاکونې دعملياتو په مهال درې پوځيان ژوبل شوي دي.
پوځ وايي چې دسوات بيلا بيلو سيمو څخه يې ٨ تندلاري نيولي او ٣ ځانونه امنيتي ځواکونو ته سپارلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG