لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د جنگونوڅخه ستړي خبريالان دفطرت غيږه کې دمه شول


د پاکستان اؤافغانستان په گډه پوله اؤقبائيلي سيمه کې دترهگرۍ ستونزې دټولې نړۍ سترگې ځانته رااړولي دي اؤ ددغه وضعيت بدې اغيزې نۀ يواځې دپاکستان د١٧کروړه اولس په ژوند شوي دي بلکې دټولې سيمې اؤنړۍ هيوادونه هم دتندلاريتوب اؤترهگرۍ ددغه ستونزې څخه فکرمنددي اؤدبدواثراتوڅخه يې دځان ژغورلودپاره وخت په وخت پخپلوگټواډانه تګلارې جوړوي.
بدامني ،ويره،ډار،وحشت ،بې يقيني اؤبې ثباتي هغه څه دي چې دترهگرۍ په ضد روانه جگړه کې دپاکستان داولس ،په ځانگړي ډول دپښتنوسيمودوگړوپه ژوند کې لکه دترخوزهرو ورگډ شوي دي ،
خوبيا دپښتنې سيمې خبريالان چې په دغه جگړه کې دڅومره دروندبار يا مسوليت لاندې راغلي دي شايد چې دتاريخ په پاڼوکې دغه مسوليت ديوځانگړي باب په توگه ځايې اومومي.
دجنگ په اوله کرښه ولاړدغه خبريالان دبمونواؤتوپونوپه گړزار کې کۀ چرته د اورونودلمبوڅخه دحقيقتونو راټولولوپه هڅه کې دخپل ژوندڅخه لاس وينځي نوهلته همدغه خلک دي چې دانساني ژونداؤامن دپاره په نړيوال کچ غږپورته کوي اؤدانسان دښمنه قوتونود شومواؤناوړه پلانونوڅخه
دخپلوڅيړنواؤتبصرولۀ لارې مظلوم اؤځپل شوي اولسونه خبروي،
دپښتنې سيمې ددغوخبريالانوژوند د ترهگرۍ په ضد روانې جگړې دومره ستغ اؤسپورکړى دى چې دانساني لاشونو دشميرنې،دځپل شوؤخلکوداحتجاجونوريکارډ کولو،دبې کوره اؤدرپه دره خلکودستونزواؤفريادونوخورولوڅخه پرته ورته دخپل ځان اؤخپل فاميل دخوشحاله ساتلوډيرې کمې موقعې په لاس ورځي،
دغه خبريالان چې کله دخپلودندوڅخه دلږ ساعت دپاره اوزگارشي،دخلکوڅخه دپوښتنوکولوکتاب بندکړي اؤپه عامومحفلونوکې ورگډشي نوبيا دټولنې وگړي دهغوئ په وړاندې دخپلو پوښتنوکتاب راوسپړي اؤکه چرې پخپلومنځونوکې خبريالانوته دناستې موقعه برابريږي نوبيا خودخشکوسياسي بحثونويوه داسې لړۍ پيل شي چې دانسان په زړۀ ورته خړه راشي .
اؤدغسې مونږ ويلى شوچې خبريال ته هډوددمې موقعه په لاس نۀ ورځي
شپه ورځ دجنگ دکرښې څخه دحقيقتونوپه راټولولوکې لالهانده دحالاتودجبراؤسنگينۍ څخه پريشان دپښتنې ټولنې ١٠ژورنالستان يا خبريالان چې دنړۍ دبيلابيلوخبري شبکوسره مربوط دي ډيره موده وروستوپه پيښور پريس کلب کې په داسې حال کې راټول شول چې پئيلې يې وه نن شپه به په سياستونو،مرگ ژوبلو،اړي گړي اؤغم وماتم هيڅ خبرې نۀ کيږي بلکې په غمژن ماحول به دخوښۍ اؤخوشحالۍ رنگونه خوروؤ.
بياددغه داستاذاحمدگل په زړۀ وړونکې اواز کې چې کله ديه قربان غږ درباب ،طبلې اؤهارمونيم دروح تازه کوونکوسازونوسره په فضاء کې خورشو نوداسې محسوسيدله لکه چې دوخت ناکړدوڅخه ستړي ژوند هم دپيښورپريس کلب ته ددمې په غرض پناه راوړې ده ،
زړه ډک شوى دى والله چوي دخفگانه کنه
پريږدئ چې وژاړم په چغوچغو
داحمدگل استاذ په خوږ اوازدغه سندرې سره کۀ خبريالانو ونۀ ژړل خود زړۀ دتل څخه يې په دومره پريمانۍ پخپل داد اؤشاباسي استاذ احمدگل ونازولو چې دهغه په سرپرته قره قلي ټوپۍ دوياړ څخه نوره هم په ښکرکږه شوه،
اؤبيا چې کله
نۀ مې دلبري نۀ دلداري وکړه
هسې مې دژوند سره خواري وکړه
غزل دشپې په وروستۍ برخه کې داحمدگل دخوږ اوازپه بدرگه کې دژورنالستانوزړونوته کوزيدلونو نودزړۀ دگوټونوڅخه غمونوکډې تړلې وې اؤداسې بريښيدله لکه چې فطرت ستړي انسان ته خپله غيږه لکه دمورد غيږي غوړولي وي اؤ په اله هو اله هو دمه ورکوي

XS
SM
MD
LG