لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اداریه : د ایمن الظواهري په هکله د امریکایي حکومت نظر


ایمن الظواهري یو تښتیدونکی یا مفرور دی چې د کال ١٩٩٨ د اگست د میاشتې په اوومه نیټه په دارالسلام، تنزانیه، او په نیروبې ،کینیا، کې د امرېکې په سفارتخانو باندې بمې حملو کې لاس لري. په دغه حملو کې ٢٢۴بې گناه انسانان وژل شوي او ٥،٠٠٠ نه زیات زخمیان شوي دي.
ایمن الظواهري د مصر سره تعلق لري، یو طبیب دی او د مصر اسلامی جهاد نومې گوند باني یا جوړیدونکی دی. دا هاغه گوند دی چې د مصر منتخب شوی حکومت د تشدد د لارې نسکورول غواړي. هغه د اوسامه بن لادن طبیب او صلاحکار هم گنړلی کیږي.
ایمن الظواهري٥٧ کلن دی، تک غړ ویښته او توری سترگې لری. هغه د ابو محمد، ابو عبدالله، محمد ابراهیم او عبدل مواعض په نومونو هم یادیږي.
په سفارتخانو باندې حملو کې د لاس لرلو په لړ کې په ایمن الظواهرې باندې د امریکې بهرد امریکایانو د وژنې، د امریکایانو د وژنې د سازش جوړولو او د امریکې حکومت ملکیت باندې د برید کولو چې په ترڅ کې يي وژنه رامخته شې، تور لگونه شوي ده.
دایمن الظواهري په نیول کیدو کې یا مقدمي سره مخ کولو کې په مرسته باندې د امریکې حکومت د ریوارډ فار جسټس یا د انعام په بدل کې د انصاف پروگرام دلاندې د ٢٥ میلینه ډالرو انعام ورکولو ژمنه کړي ده.
د امریکې حکومت دا ضمانت وړاندې کوي چې په دې لړکې ورکړی شوو ټولو رپورټونو به په مکمله توگه پلټنې کوي او معلومات ورکونکي به په راز کې ساتلی شي او که مناسب وي نو امریکا تیاره ده چې دوي په بل کوم ځاې کې اباد هم کړي.
که تاسو ددې سړي په هکله معلومات لرۍ نو نزدي امریکې سفارت کې د سېمی لپاره د امنیت دفتر سره رابطه اوکړۍ او د نټرنیټ د لاري معلومات وړاندې کړي. د معلوماتو ورکولو لپاره درکونه دادي. د انټرنیټ درک دی
www.rewardsforjustice.net
او د ايي میل پته ده
RFJ@state.gov

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG