لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

خيبرايجنسي : وسله والو جنگيالو افغان خبريال وژلى دى


سرچينې وايي وسله والو جنگيالو دپاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې يو افغان خبريال جان الله هاشم زاده په ډزو سره وژلى دى.
د٤٠ کلن وژل شوي افغان خبريال جان الله هاشم زاده تعلق دافغانستان دننگرهار ولايت سره ؤ او هغه دپاکستان دصوبه سرحد سرښار پيښور کې دافغان شخصي تيليويزيوني چينل شمشاد سيمه ييز مشر ؤ.
سرچينې وايي هغه په افغانستان کې خپل کور ته درخصتۍ تيرولو لپاره تللى ؤ او کله چې دافغانستان څخه بيرته پاکستان ته راتللو نو دخيبرايجنسۍ دجمرود سيمې سره نزدې پرې نامعلومو وسله والو ډزې وکړې او وې وژلو.
په کوم گاډي کې چې دغه افغان خبريال ناست ؤ دهاغه گاډي ډرائيور عباس خان وينا ده وسله وال گاډي ته وردننه شول او دجان الله هاشم زاهد دپيژندگلو څخه وروسته يې هغه په گولو وويشتلو چې له امله يې هغه په موقع ساه ورکړه.
نوموړي وايي وسله والو کسانو په جان الله هاشم زاده درې ډزې وکړې.
دعباس خان په وينا جنگيالو دجان الله هاشم زاده په يو ملگرى علي خان هم ناتارې ډزې کړي او هغه يې ژوبل کړى دى.
له پيښې وروستو بريد کوونکي په تيښته کې بريالي شوي دي او تر دې دمه کومې تندروه ډلې ددغه پيښې مسؤليت په غاړه نۀ دى اخستى.
سرچينې وايي دجان الله دکورنۍ غړو دهغه مړى دجمرود دروغتون څخه بيرته افغانستان ته وړى دى.
دجان الله هاشم زاده ورور نجيب الله وايي په تير وخت کې دهغوي دچا سره کومه دښمني نۀ وه.
په پيښور کې ميشت ځينې ژورنالستان ګمان کوي چې دهاشم زاده وژنه دطالبانو کارروايي کيدلى شي ځکه چې هغه په افغانستان کې په موجودو طالب جنګيالو نيوکې کولې.
دپاکستان سرحدي علاقې خيبرايجنسۍ کې دتير يو کال راهسې دامن وامان وضعيت زيات خراب شوى دى او په دغه لاره افغانستان کې دميشتو غيرملکي پوځيانو لپاره درسد په کاروانونو هم طالبان وخت ناوخته بريدونه کوي.

XS
SM
MD
LG