لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات : د 22  نورو طالبانو مړي موندل شوي دي


د صوبه سرحد په کړکېچنه سوات سیمه کې د پوځ لخوا طالبانو ته د ماتې ورکولو د ادعاو وروسته د طالبانو د مړو موندلو لړۍ روانه شوی ده.
د غېر رسمي شمېرې تر مخه اوسه پورې دداسې یو سل او شلو مشکوکو طالبانو مړي موندل شوي دي.
چې د نامعلومه وسله والو لخوا د سوات په بیلا بېلو سیمو کې وژل شوي دي.
تر اوسه نه کومې اولسي ډلی او نه هم پوځ یا حکومت د مشکوکو طالبانو د وژلو پړه پرسر اخستی خو ځیني غېر دولتي ادارو تور لگولی چې پوځ د عدالت نه ماورا طالبان وژني. حکومت دغه تورونه ردوي.
په تېرو دواو کالو کې د طالبانو لخوا د اولسي خلکو په درادانه طریقه د وژلو یاحلالولو لړۍ نه یواځي په سوات بلکې په ټولی پاکستان کې د طالبانو پرضد کرکه او نفرت راپارولی دی.

طالبانو د خپلسره شریعت د لارې په غېرقانوني شرعی عدالتونو کې فعالعیتونه د حلالولو ، اعدامولو او کوړو ورکولو سزاگانې ورکړی


طالبانو د خپلسره شریعت د لارې په غېرقانوني شرعی عدالتونو کې فعالعیتونه د حلالولو ، اعدامولو او کوړو ورکولو سزاگانې ورکړی.
مذهبي علمانو د بشري حقونو ډلو او د اولسي مشرانو د طالبانو ددغه ظلم او بربریت غندنه کړی.
او په دوي د مذهب په غلط توگه د استعمالولو تور لگولی د سیمې اکثره څیړونکي وایي د سولې وروسته د طالبانو د وژلو یوه وجه انتقام هم کیداې شي او زیاتوي کیدې شي ځیني خلک اوس د طالبانو نه هغوي ظلم بدل اخستل غواړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG