لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قندهار : چاؤدنه کې دوژل شوؤ شمير ٤٣ؤ ته رسيدلى دى


د افغانستان په قندهار ولايت کې دنهې په ورځ دترسره شوې بمي چاؤدنې له امله دوژل شوؤ کسانو شمير ٤٣ؤ ته رسيدلى دى او تر ٦٠ؤ زيات کسان ژوبل شوي دي چې په هغوي کې هم دځينو کسانو وضعيت مرگونى ښودل کيږي.
پرون دروژه ماتي په مهال ترسره شوې دغه بمي چاؤدنه کې ١٥ پاکستاني انجنئيران او مزدوران هم وژل شوي وؤ.
په قندهار ولايت کې دغه بمي بريدد جاپان په يوه تعميراتي کمپنۍ ترسره شوى ؤ چې په هاغه مهال پکې ٤١ کسان وژل شوي او گڼ شمير نور ژوبل شوي وؤ.
ويل کيږي په دغه کمپنۍ کې زياتره کارکوونکي پاکستانيان دي.
دشورو په ورځ دافغانستان دطالبانو وياند قاري يوسف احمدي خبريالانو ته ويلي دي په دغه بمي بريد کې طالبان هيڅ لاس نۀ لري.
دطالب وياند په وينا طالبان ددغه رقم چاؤدنو غندنه ځکه کوي چې په دې کې دبې گناه وگړو وينې توئيږي.
بايد وويل شي چې عموماً په افغانستان کې ددغه رقم بمي چاؤدنو او ځانمرگي بريدونو مسؤليت طالبان ډير په خوښۍ سره په غاړه اخلي ، خو دپرونۍ چاؤدنې چې ١٥ پاکستانيان هم پکې وژل شوي په هکله په لمړي ځل طالبان وايي دغه بريد دوي نۀ دى کړى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG