لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بونير: پوليسو سره نښته کې اووه جنگیالي وژل شوي دي


د صوبه سرحد په بونير سيمه کې دپوليسو او تندلارو ترمينځ په يوه نښته کې اووه تندلاري وژل شوي او څلور نور ژوندي نيول شوي دي.
دبونير دپوليسو مشر رشيد خان دزيارت په ورځ ډيوه راډيو ته وويل دتندلارو او پوليسو ترمينځ دغه نښته دپير بابا سره نزدې په دوکډه سيمه کې شوې ده.
دپوليسو مشر وويل په ناتاره ډزو کې دپوليسو دوؤ ګاډو ته سخت زيان اوښتى دى.
دهغه په وينا دسخت مقاومت وروستو پوليسو ٤ ترهه ګر ژوندي نيولي چې پلټنې ترې روانې دي.
اخوا پولېسو یوځل بیا د طالب پلوه مشر صوفي محمد خوشې شوي ځامن بیا نیولي دي.
د سوات پولیس وایي د مولانا صوفي محمد د ځامنو پرضد د ترهگرۍ تورونه لگول شوي دي.
د صوبه سرحد عالي عدالت پرون دوي د خوشې کیدو امر کړی وو. هم سوات کې دپاکستان پوځ وايي په تير يو شواروز کې يې دسوات څخه ٤٥ تندلاري نيولي دي.
دپوځ دبيان له مخې په تلي ګرام سيمه کې دعامو خلکو په ښودنه پوځيانو ٩ تندلاري دځانمرګي بريد دپاره دتيار ګاډي سره نيولي دي.
پوځ وايي په فتح پور کې ١٤ ترهه ګرو دوسلو سره ځانونه قانون ته سپارلي دي.
په سوات او بونير کې دغه پيښې په داسې حال کې رامينځته شوي چې نن دزيارت په ورځ دصوبه سرحد په جنوبي سيمه ډيره اسماعيل خان کې هم دتندروه ډلو څخه دغيرقانونيو وسلو راټولولو دپاره ګرځ بنديز پځايې کړل شوى دى.
دپاکستان په قبائيلي سيمو او دصوبه سرحد په بيلا بيلو علاقو کې دتيرو څو مياشتو راهسې دتندلارو په ضد امنيتي ځواکونو خپل عمليات چټک کړي چې له امله يې طالب جنګيالي يو وارې بيا غرونو ته ختلي او پاکستاني پوځ ادعا کوي په عملياتو کې يې سترې لاس ته راوړنې کړي دي.

XS
SM
MD
LG