لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاکنډ،خيبراؤهنگوکې ١٤کسان وژل شوي دي


دملاکنډ په تاڼه سيمه کې امنيتي ځواکونوسره نښته کې پنځه غيرملکي ترهگروژل شوي دي چې دهغوئ دولکې څخه عسکروته درنه وسله هم په لاس ورغلې ده.
په دغه وسله کې کلاشنکوفې،لاسي بمونه اؤ راکټ لانچرې شامل دي.
امنيتي ځواکونوسره په نښته کې د وژل شوؤ پنځو واړو ترهگرو مړي دتاڼې په هسپتال کې ايښودل شوي دي.
سرچينو ډيوه راډيو ته ويلي دي دغه وژل شوي پنځه کسان د رغاوڼې څخه غيرملکيان معلوميږي خوامنيتي ځواکونو دهغوئ دپيژندگلوپه خاطر دهغوئ مړي دتاڼې روغتون کې ايښودلي دي.
دپاکستان پوځ ددغوکسانود وژنې په هکله خپل نظرنۀ دى څرگند کړى خوويلي يې دي چې دسوات په کانجواؤ ننگولئ سيمه کې يې دعملياتوپه مهال دوه تندلاري وژلي اؤ دبيلابيلوسيموڅخه يې څلور نورژوندي نيولي دي.
بل لوري ته دخيبرايجنسۍ دباړې سيمې څخه هم د څلورو کسانومړي موندل شوي دي.
دځايي انتظاميې يو لوړ پوړي مشرډيوه راډيوته وويل دغه وژل شوي څلور واړه کسان هم دخيبرايجنسۍ اوسيدونکي دي اؤ څو ورځې وړاندې تښتول شوي وؤ.
دهغه په وينا تښتول شوي کسان تيره شپه د وژل کيدو څخه وروستوبيا په گنده نالويا وياڼوکې اچول شوي چې مړي يې دکوهي،ناله اؤ سورډنډ څخه موندل شوي اؤ وروستوخپلوانوته وسپارل شول.
ددې ترڅنگ دباجوړايجنسۍ په سالارزئ سيمه کې ديومائن دچاودنې له امله ٤کسان ژوبل شوي دي چې پکې ددغه سيمې دامن دلښکرمشرهم شامل دى.
همدغه رازدصوبه سرحد دهنگوپه محمد خواجه سيمه کې دنامعلوموکسانوپه ډزو سره درې ترهگر وژل شوي دي.دهنگودپوليسوسيمه ايزمشريا ډي ايس پي فريدخان خټک وايي په وژل شوؤ ترهگروکې خطرناک مفرورملنگ هم شامل دى.
د وژل شوؤ کسانومړي دهنگو روغتون ته رسول شوي دي خوتراوسه نۀ ده په ډاگه شوې چې دغه ترهگر دپوليسولخوا وژل شوي اؤ کۀ عاموخلکوويشتلي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG