لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د خیبريجنسۍ ځانمرگي بريد پړه په سر اخستې


پاکستاني طالبانود افغانستان پولې سره نزدي په خيبرايجنسۍ کې په امنيتي ځواکونو شوي ځانمرگي بريد مسؤليت پخپله غاړه اخستى او ويلي يې دي دغه بريد يې دخپل مشر بيت الله محسود دوژنې دبدل په توگه کړى دى.
دزيارت په ماښام دخيبرايجنسۍ په پاک افغان پوله تورخم کې دخاصه دار ځواک گڼ شمير عسکر پخپل مرکز کې روژه ماتي ته راټول شوي وؤ چې په دغه مهال يو ځانمرگي دهغوي په مينځ کې ځان والوځولو.
په دغه پيښه کې ٢٢ خاصه دار وژل شوي وؤ چې دهغوي دجملې څخه د نهوؤ وژل شوؤ خاصه دارو دجنازې نمونځ نن په لنډي کوتل سيمه کې ادا کړل شوى دى.
د جمعې په ورځ یو تن چې ځان يي دپاکستاني طالبانو وياند طارق اعظم په نوم معارفې کولودتيليفون په ليکه خبريالانو ته په خاصه دارو د روژه ماتي په وخت د حملې مسؤليت قبلول کړو او وې وويل بايد دغه ځانمرگي بريد دبيت الله محسود دوژنې دبدلې اخستوپيل وگڼل شي.
هغه وويل دغه بريد يې دامريکا په ملاتړو ترسره کړى دى او څوک چې هم دامريکا ملاتړې کوي نو دغه رقم حال سره به مخ کيږي.
نوموړي گواښ وکړو چې په راتلونکي کې به هم دغه رقم بريدونو ته دوام ورکړي.
نوموړي دغه گواښ په داسې حال کې کړى دى چې دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک تيره ورځ خبريالانو ته ويلي وؤ کۀ دبيت الله محسود پلويان وسلې وو نه غرځوي نو هغوي به هم دبيت الله محسود په څيرانجام سره مخ شي.
په پنځم اگست دډرون په يوه حمله کې دبيت الله محسود دوژل کيدو داطلاع څخه وروستو دا لمړى ځل دى چې طالبانو په امنيتي ځواکونو بريد کې په زياته پيمانه داوښتې مرگ ژوبلې مسؤليت قبول کړى دى.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG