لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سوات : د٢٩ؤ طالبانو مړي موندل شوي دي


دصوبه سرحد دسوات سيمې په سرښار مينگوره کې داتوار په ورځ دترسره شوي ځانمرگي بريد څخه وروستو امنيتي ځواکونو په سوات کې دتندلارو په ضد يو ځل بيا عمليات چټک کړي او دسوات دبيلا بيلو سيمو څخه د٢٩ؤشک من تندلارو مړي موندل شوي دي.
دپاکستان پوځ هم ادعا کوي چې په تازه عملياتو کې يې ديو شواروز په مهال ١٥ جنگيالي وژلي دي.
په دغه پوځي عملياتو کې يو عسکر هم خپل ژوندى دلاسه ورکړى دى.
سرچينې وايي په سوات کې تيره شپه دوژل شوؤ ٢٩ؤمشکوکو جنگيالو مړي دسوات دچارباغ تحصيل دبنجوټ او شاوخوا سيمو څخه ترلاسه شوي دي.
خو نۀ ده په ډاگه شوې چې دغه کسان په پوځي عملياتو کې وژل شوي او که دعامو خلکو لخوا په انتقام کې ويشتل شويدي.
له دې وړاندې هم دسوات څخه په نزدې ورځو کې دشلگونو طالبانو دغه رقم مړي ترلاسه شوي چې دهغې په هکله پوځ وايي کيدى شي دغه خلک دسيمې دخلکو لخوا دانتقام په جذبه يا دهغوي دظلمونو دغبرگون په توگه وژل شوي وي.
پوځ وايي دعملياتو څخه پرته پخپل سر وژنې نۀ کوي.
دپوځ دبيان له مخې دسوات په مائره سيمه کې يې ٧ ترهه گر وژلي او ١١ يې ژوندي نيولي دي.
دپوځ وينا ده دسوات دگلکنده او امان کوټ سيمو څخه يې ٧ او دفتح پورې سره نزدې يې ٤ شکمن تندلاري نيولي دي.
پوځ زياتوي په لنډۍ سرند سيمه کې تندلارو سره دنښتې په مهال ٣ ترهه گر وژل شوي دي.
پوځ وايي امنيتي ځواکونو دچارباغ سره نزدې په اله اباد سيمه کې دلټونې عمليات ترسره کړل او دغلته دجنگيالو سره دنښتې په مهال يې ٥ تندلاري وژلي او نښته کې يو پوځي هم وژل شوىدى.
تيره ورځ په مينگوره کې دځانمرگي بريد څخه وروستو په ټول ښار کې سخته ويره ترهه خوره ده او امنيتي ځواکونه په بيلا بيلو سيمو کې گزمې کوي.
سرچينې وايي په چارباغ سيمه کې امنيتي ځواکونو د٥ؤ تندلارو کمانډرانو کورونه وران کړي دي.
همدغه راز دمينگورې ښار په حاجي بابا او ملوک سيمو کې دامنيتي ځواکونو لخوا دلټونې عمليات هم روان دي.

XS
SM
MD
LG