لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات کې ١٠۴ جنگيالو ځان پوځ ته سپارلى دى


د پاکستان پوځ وايي دصوبه سرحد دسوات دکبل تحصيل په کانجو سيمه کې پوځ ته د مطلوبو ١٨ؤ ترهگرو په گډون ١٠۴ جنگيالو پخپله خوښه وسلې په ځمکه ايښودې او ځانونه يې قانون ته سپارلي دي.
دنهې په ورځ دسوات په کانجو سيمه کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال بريگيډئير سلمان اکبر وويل چې په سوات کې به روان عمليات دتندلارو تر مکمل ختميدو پورې دوام لري او هغوي جنگيالو ته خبردارى ورکړى دى چې په پوليس او پوځ دبريدونو له امله به دامنيتي ځواکونو مورال راټيټ نۀ شي بلکې ددغو عناصرو په ضد به خپل عمليات لا چټک کړي.
بريگيډئير سلمان ادعا وکړه چې ډير زر به نور تندلاري هم وسلې په ځمکه وغورځوي.
دسوات په گډون په ټوله ملاکنډ سيمه کې داپريل مياشتې څخه دتندلارو په ضد دپوځ لخوا پيل کړل شوؤ عملياتو کې دا لمړى ځل دى چې په دومره گڼ شمير کې وسله غورځونکي تندلاري ميډيا ته وښودل شول.
ديوې پوښتنې په ځواب کې بريگيډئير سلمان اکبر وويل چې ددغو کسانو په ضد به په هاغو شرعي محکمو کې مقدمې چلولى شي چې هم دوي يې غوښتنه کوله.
بل لوري ته دپاکستان پوځ نن پخپل يو بيان کې ويلي دي دسوات په کوکاريي او جامبيل سيمو کې دتندلارو په ضد دلټونې عملياتو کې ١٥ تندلاري نيول شوي او دهغوي دقبضې څخه وسله هم لاس ته راوړل شوې ده.
پوځ وايي دسوات په اخون کلي کې يې دعملياتو په مهال ٢ ترهه ګر وژلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG