لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سوات : د ٤١ نورو طالبانو  مړي موندل شوي دي


چارواکي وايي دصوبه سرحد د سوات ضلعې په بيلا بيلو سيمو کې دتيرو ٢٤ؤ ساعتو په مهال نور ٤١ مړي ترلاسه شوي چې زياتره پکې دطالب جنګيالو مړي شامل دي.
دسوات ډي سي او عاطف الرحمان خبريالانو ته وويل دسوات دبيلا بيلو سيمو څخه ٤١ مړيترلاسه شوي چې پکې د ٦ؤ څخه سرونه غوڅ کړل شوي دي.
هغه وويل دغه مړي دسوات په بيلا بيلو سيمو کې دسړک په غاړه، پټو او دسيند په غاړه موندل شوي دي.
ددغو وروستو مړو موندل کيدو سره دجولايي دمياشتې څخه تراوسه هم په دغه رقم حالت کې دوژل شوؤ مړو شميره ٢٥١ؤ ته رسيدلې ده او چارواکي ګمان کوي چې وژل شوي طالب ياغيان وؤ چې ځايې خلکو دانتقام په جذبه وژلي دي.
عاطف الرحمان وويل دهغه دمعلوماتو له مخې دغه وژل شوي ټول طالبان دي چې ځايې اوسيدونکو وژلي دي.
نوموړي وويل چې په دغو مړو کې زياتره په ګولو ويشتل شوي دي.
ديو ځايې اوسيدونکو سخاوت علي وينا ده اوس دسوات خلک ددغه رقم مړو سره بلد شوي او دا دهغوي معمول ګرځيدلى دى.
هغه وويل مونږ هر سحر مړي وينو چې زياتره پکې طالبان وي.

XS
SM
MD
LG