لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کندوز:په تښتول شوؤټانکرودناټو بريدکې٩٠کسان وژل شوي دي


د افغانستان په شمالي ولايت کندوز کې دطالبانو لخوا تښتول شوؤ دتيلو په ټانکرو دناټو د هوایي بريد له امله چاؤدنه کې د٩٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي دي.
دغه بريد دجمعې دورځې په سحر دکندوز ولايت په عمر کلي کې ترسره شوى دى.
يو افغان پوليس مشر دنوم نۀ څرګندولو په شرط وويل په دغه بريد کې ٩٠ کسان وژل شوي چې ٤٠ پکې هاغه اولسي خلک هم دي چې ددغو ټانکرو څخه يې تيل ويستل.
دکندوز والي محمد عمر چې هغه هم دمړو شميره ٩٠ ښودله وويل يو ځايې طالب کمانډر او ٤ چيچن جنګيالي هم په وژل شوؤ کې شامل دي.
دپوليسو مشر غلام محي الدين وايي جنگيالو په افغانستان کې ميشتو دناټو ځواکونو ته دتيلو رسونکې دوه ټانکرې دځان سره وړلې.کله چې دغه جنگيالي دکندوز سيند څخه تيريدل نو دغلته ونښتل اؤ هم په دغه مهال په هغوي دناټو دالوتکو څخه بمباري وشوه.
يوپوځي چارواکې ليفټننټ کرنل کرسټائن سډنسټرکر ويلي دي دناټو جنګي الوتکو دغه دوه دتيلو ټانکرې هاغه مهال تباه کړې کله چې ورته معلومه شوه چې په سيمه کې کوم اولسي تن موجود نۀ دى.
هغې وويل ناټو او افغان حکومت په دغه بريد کې داولسي خلکو دوژنې دادعاوپه هکله پلټنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG