لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال کياني :سوات کې دتندلارو ملا ماته کړل شوې ده


د پاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني وايي دصوبه سرحد په سوات سيمه کې پوځ دتندلارو پر ضد کامياب عمليات کړي او دهغوي ملا يې ماته کړې ده.
جنرال کياني دجمعې په ورځ سوات او دملاکنډ په نورو سيمو کې دروانو پوځي عملياتو په هکله دځان خبرولو لپاره دسوات دوره کړې ده.
دملاکنډ په پوځي قلعه کې په پوځي عملياتو کې دلاس ته راوړنو په اړه دلويې کچې يوه غونډه هم دپوځ دسرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني په مشرۍ وشوه اودسوات دعملياتو مسؤل کرنل اشفاق نديم جنرال کياني ته دعملياتو په هکله احوال تيرکړو.
غونډې ته دوينا په مهال جنرال کياني دپاکستاني پوځ دمړانې ستائينه وکړه او وې ويل سوات کې چې پوځ په څومره بهادرۍ دتندلارو ملا ماته کړې ټول قام په هغې دپوځ څخه خوشحاله دى.
هغه وويل اوس په سوات کې امن ټينگ شوى او تندلاري به دعامو خلکو ژوند ته ضرر رسولو ته پرې نۀ ښودل شي.
وروسته دپوځ سرلښکر دپيرانو سيمې دسرکاري سکولونو څخه ليدنه هم وکړه .
دپوځ سرلښکر سيمې څخه دغه ليدنه په داسې وخت کې کړی چې سوات ته دپوځي عملياتو له امله دلکونو بې کوره شوؤکډوالو دبيرته ستنيدنې سره سم دغلته دبدامنۍ لړۍ هم يو وارې بيا چټک شوې ده.
تيره اوونۍ دسوات په مينگوره ښار کې په پوليسو ديو ځانمرگي بريد له امله د١٧ؤ عسکرو دوژل کيدو ترڅنگ دسوات دبيلا بيلو سيمو څخه دشلگونو خلکو په گولو ويشتل شوي مړي هم ترلاسه شوي دي چې زياتره پکې طالبان گڼل کيږي.
په دغسې حال کې سوات ته دجنرال کياني دسفر يو مقصد دا گڼل کيږي ، ترڅو په سيمه کې ميشتو پوځيانو او پاکستاني قوم ته باور ورکړي چې دسوات وضعيت بيا دبدامنۍ زوړ ډگر ته نۀ دى رسيدلى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG