لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د کابل هوايي ډگر سره ځانمرگي بريد دوه کسان وژلې


دافغانستان په پايتخت کابل کې دناټو ځواکونو دهوايي اډې څخه بهر ترسره شوي ځانمرگي بريد کې دوه کسان وژلې شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي.
دپوليسو له مخې دغه چاؤدنه دومره زورداره وه چې اواز يې ترلرې لرې پورې واوريدلی شو او په کوم ځايې کې چې چاؤدنه شوې دهغې څخه ديو ميل په فاصله هم دکورونو شيشې ماتې شوي دي.
پيښه دنهې په ورځ هاغه مهال رامينځته شوه کله چې دپوځي اډې څخه بهر دغيرملکيانو انتقالونکي څلور گاډي ولاړ وؤ چې په دغه مهال په يو موټر کې ناست ځان وژونکي خپل ځان والوځولو.
په افغانستان کې دامريکايي پوځ وياند ددغه پيښې تصديق کړى خو دمرگ ژوبلې په هکله يې څه نۀ دي ويلي.
دافغانستان دکورنيو چارو دوزارت دوياند زمري بشري له مخې دغه بريد دکابل دهوايي ډگر په ختيزه دروازه کې شوى دى چې پکې لږ ترلږه دوه اولسي خلک وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG